د متحدو ایالاتو د استخباراتي ادارو په کلني راپور کې چې د سه شنبې په ورځ د حمل په ۵ مه خپور شو، چین یې د امریکا پر وړاندې «اصلي پوځي او سایبري ګواښ» بللی دی.
دې راپور کې ویل شوي چې بیجینګ د هغو وړتیاوو لپاره چې کولای یې شول د تایوان د نیولو لپاره یې وکاروي، د ظرفیتونو په اړه "ثابت خو نا مساوي" پرمختګ کړی دی.
د متحدو ایالاتو د استخباراتو ادارو په راپور کې دا هم ویل شوي چې چین دا وړتیا لري تر ۲۰۳۰ کال پورې د سایبري بریدونو له لارې د امریکا زیربناوې په نښه کړي.
په دغه راپور کې پر چین سربېره ایران، روسیه او شمالي کوریا د امریکا د مهمو امنیتي ننګونو په توګه یاد شوي دي.
بیجینګ د هغو وړتیاوو لپاره چې کولای یې شول د تایوان د نیولو لپاره یې وکاروي، د ظرفیتونو په اړه "ثابت خو نا مساوي" پرمختګ کړی دید امریکا استخباراتي اداره
راپور کې راغلي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د اټومي وسلو پر پروګرام چې په ۲۰۰۳ کال کې یې ځنډولی و، له سره غور نه دی کړی.
خو دغه راپور خامنه يي د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستی پریکړه کونکی بللی او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا په اړه هر ډول پریکړه به نوموړی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو راهیسې په وار وار ویلي چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري او له امریکا سره دې د نوي اټومي تړون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.
د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا د ګواښونو د ارزونې د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې ایران خپلو سایبري بریدونو ته زور ورکړی او دا حملې د امریکا د شبکو او معلوماتو امنیت ته “جدي ګواښ” دی.
دغو ادارو دا هم ویلي چې ممکن ایران د "تهاجمي موخو" لپاره د بیولوژیکي وسلو د څیړنو او پراختیا د دوام قصد هم ولري او د ایران پوځي ساینس پوهان د انسان پر بدن د کیمیاوي موادو د اغیزو په اړه څیړنې کوي.
امریکايي چارواکو او معلوماتي ادارو یې تر دې مخکې هم د متحدو ایالاتو پر وړاندې د ایران د مخربو سایبري فعالیتونو خبره کړې وه.
چین او ایران تر اوسه د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو د کلني راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.