داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ترکیې د ستر ښار استانبول ښاروال به د یکشنبې په ورځ د اپوزسیون له لورې د راتلونکو انتخاباتو لپاره نوماند شي، خو دغه ښاروال، اکرم امام اغلو زنداني شو.
ده پرون تر زندان مخکې په خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه او په هغې کې یې وویل چې له اردوغان سره به مبارزې ته ادامه ورکوي.
اروپایي ټولنې د استانبول د ښاروال نیولو ته ژوره اندیښه ښکاره کړې ده.
اروپایي ټولنې د استانبول د ښاروال نیولو ته ژوره اندیښه ښکاره کړې ده
د استانبول ښاروال اکرم امام اغلو مخکې له دې چې تمه کیده د دوه زره اته ویشتم کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د اپوزسیون د نوماند په توګه ونومول شي د ترکیي چارواکو له لورې توقیف شو.
امام اغلو د چهارشنبې په ورځ سهار له خپله کوره ونیول شو.
د هغه ګوند ویلي دي چې دا د دې څرګندونه کوي چې هغه په راتلونکو انتخاباتو کې د اردوغان سخت سیال و.
د ترکیې دولتي اژانس انادولو خبر ورکړ چې د استانبول ښاروال د یوشمیر سوداګرو او خبریالانو په ګډون د نژدې سلو کسانو په هغه ډله کې شامل دی چې د نیولو امر یې صادر شوی دی.
پر دې کسانو د جنایي ډلو له مشرۍ نیولې تر رشوت او په غیرقانوني ډول د خلکو د شخصي معلوماتو د ترلاسه کولو په شمول تورونه لګیدلي دي.
څارنوالانو په ځانګړي توګه امام اغلو د یوې جنایي ډلې د مشرۍ په تور تورن کړی دی چې ادعا کیږي له سوداګرو څخه یې په زوره پیسې اخیستي او غیرقانوني پیسې یې سپینې کړې دي.
د مرکزي اپوزسیون جمهوري غوښتونکي ګوند مشر اوزګار اوزیل وویل چې د نیولو دا پریکړه په حقیقت کې د دوی د راتلونکي ولسمشر پرضد د کودتا هڅه ده.
ګڼو اروپایي هیوادونو په ترکیه کې دې تحولاتو ته اندیښنه ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې دوی په دغه هیواد کې ډیموکراسۍ ته اندیښمن شوې دي.
د اروپایي کمیسیون مشرې اورزلا وان دیر لین په بروکسل کې پرون خبریالانو ته وویل چې د استانبول د ښاروال نیول په ژوره توګه د اندیښنې وړ اقدام دی، نوموړې زیاته کړه چې ترکیه باید ډیموکراتیکو ارزښتونو ته ژمنه پاتې شي او په ځانګړې توګه د نوماندانو د حقونو درناوی وکړي.
رجب طیب اردوغان چې له تیرو دوه ویشت کلونو راهیسې د ترکیې ولسمشر دی تورن شوی دی چې ډیموکراتیک اصول تر پښو لاندې کوي، مخالفان زنداني کوي، له اروپایي ټولنې سره یې اړیکي ترینګلې کړي او له پوتین سره یې پياوړې کړې دي.