فریده سیال د ازادي راډیو ژورنالیسته او د خپرونو چلوونکې ده چې د افغانستان سره په اړوند بېلابیلو موضوعاتو راپورونه او مطالب چمتو کوي.
طالبانو د افغانستان کورنیو رسنیو ته امر کړی چې ټولې ثبتي سیاسي خپرونې دې بندې کړي. د افغانستان په کورنیو رسنیو کې یو شمیر سرچنیو ازادي راډیو ته د طالبانو تازه بندیز تایید کړی دی.
د جرمني پولیس وايي، د مونیخ په ښار کې پر عام خلکو د موټر د وربرابرولو د پېښې په تړاو یې یو ۲۴کلن شکمن افغان نیولی دی. په دې پېښې کې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو. د جرمني صداعظم ویلي، تورن افغان دې مجازات او له جرمني وشړل شي.
فرانسې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره دې هېواد ته د میراژ ۲۰۰۰ جنګي الوتکې وسپارلې.
که څه هم نن او پرون د پاکستان پلازمینه اسلام اباد په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ د نړیوالې غونډې کوربه دی، خو په وروستیو دوو ورځو کې په دې هیواد کې داسې پېښې رامنځته شوې چې په لسهاوو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ په موخه اسلامي هېوادونه او نړیوال سازمانونه راټول شوي دي. په ناسته کې به د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونه په اړه هم خبرې وشي.
د اوکرایین په چارو کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، په هغو حل لارو کې چې پر بنسټ يې د ا وکرایین د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کیږي، د دې هېواد ګټې په پام کې نیول کیږي. کیت کیلوګ ویلي، دغه حل لارې به عادلانه وي.
نور راوښيه