د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

عبدالله اوجالان د پي کې کې مشر: د کوردستان وسله وال دې د ترکیې د دولت پرضد وسله وال مقاومت ودروي


د ترکیې په جنوب خیتځ ولایت دیاربکر کې خلکو د زنداني عبدالله اوجالان انځور په هغې غونډه کې پورته کړی چې د هغه د پیغام د اوریدو لپاره راټول شوي وو
د ترکیې په جنوب خیتځ ولایت دیاربکر کې خلکو د زنداني عبدالله اوجالان انځور په هغې غونډه کې پورته کړی چې د هغه د پیغام د اوریدو لپاره راټول شوي وو

د کوردستان یا (پی کې کې ) د ګوند مشر له زندانه په یو پیغام کې له خپلو پلویانو د وسله وال مقاومت د پاي ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

عبدالله اوجالان چې استابول ته نژدې په یو ټاپو کې زنداني دی، د پنجشنبې په ورځ د(فبرورۍ په ۲۷مه) په یو پیغام کې د خپل ګوند له غړو غوښتي چې وسله مقاومت پریږدي او د ګوند د منحل کیدو لپاره یوه غونډه راوبللي.

د هغه پیغام چې د ګوند د سیاسیتوالو له خوا په ترکي او کوردي ژبو ولوستل شو په کې راغلي، "یوه غونډه راوبللئ او پریکړه وکړئ، ټولې ډلې باید خپلې وسله مقاومت پریږدي او پي کې کې دې منحل شي".

یوه غونډه راوبللئ او پریکړه وکړئ، ټولې ډلې باید خپلې وسله مقاومت پریږدي او پي کې کې دې منحل شي
د پي کې کې مشر عبدالله اوجالان

کومو سیاستوالو چې د اوجالان پیغام لوسته، له اوجالان سره يې په پنجشنبې په ورځ لیدلي وو.

د اوجالان دا تاریخي پیغام د کوردستان د پي کې کې او ترکیې دولت ترمنځ د سولې د هڅو هغه برخه ده چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتیلافي حکومت د شریک دولت باغچلي له خوا پیل شوې دي.

دغې ښې اړخي سیاستوال وړاندیز کړی چې د اوجالان د بښنې په بدل کې دې د پي کې کې سره دې سوله وشي او منحل دي.

د ترکیې په جنوب خیتځو کورد میشت ولایتونو دیاربکر او وان کې د اوجالان د پیغام د اوریدو لپاره خلک په عامه ځایونو کې راټول شوي وو.

د یو سیاسي نظام د رامنځته کیدو لپاره د موکراسي پرته بل هیڅ لار نشته، یوازیني حل لار یوه دموکراتیکه اجماع ده
د پي کې کې مشر عبدالله اوجالان

اوجالان په خپل پیغام کې د ترکیې د دولت پر وړاندې د وسله مقاومت لاملونو ته په اشارې وویل، د پي کې کې د مبارزې دلایل د کوردیانو له هویته د دولت سترګې پټول او په رسیمت نه پیژندل وو.

هغه په خپل پیغام کې ویلي،" د یو سیاسي نظام د رامنځته کیدو لپاره د موکراسي پرته بل هیڅ لار نشته، یوازیني حل لار یوه دموکراتیکه اجماع ده".

۷۵کلن اوجالان له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکیې له دولت سره د خیانت په تور استانبول ته نژدې د امرالي په ټاپو کې زنداني دی.

که څه هم هغه په زندان کې دی، خو پر پي کې کې د پام وړ اغیز لري او تمه ده د پي کې کې غړي د اوجالان له هر ډول فرمان څخه اطاعت وکړي.

د ترکیې دولت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پي کې کې ګوند په ۱۹۷۸کال کې د اوجالان له خوا جوړ شو چې له ۱۹۸۴کال راهیسې د ترکیې په جنوب خیتځ کې د یاغي ډلو مشري په غاړه لري.

پي کې کې ډله د ترکیې او د دې هېواد د غربي متحدان له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

له دې وړاندې له پي کې کې سره د سولې د خبرو اترو هڅې ناکامې شوې وې، چې وروستۍ هڅه په ۲۰۱۵ کال کې وه.

XS
SM
MD
LG