دا ناسته دوشنبې د فیبرورۍ ۲۴مه پیل شوې وه، او د اجنډا په مهمو مسایلو کې په افغانستان کې شته امنیتي ګواښونه، د داعش وده او د سیمې هېوادونو ته یې ګواښ، په افغانستان کې روان بشري ناورین او د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لړۍ دوام شامل وو.
په دې ناسته کې د ۱۲ اروپايي هېوادونو څخه د تېر جمهوریت چارواکو، پخوانیو ډیپلوماتانو، د سیمې د هېوادونو پخوانیو او اوسنیو سیاستوالو، د بشري او ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو او یو شمېر هنرمندانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.
د ناستې په وروستۍ ورځ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې پخواني مشر جان سوپکو په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې د امریکا او د تېر جمهوریت د ماتې لوی لامل فساد و.
د سوپکو په خبره، امریکا په افغانستان کې د پراخ فساد له کبله ناکامه شوه.
د هغه په ټکو، د تېر جمهوریت له چارواکو سربېره، په افغانستان کې نړیوالې ادارې او قراردادیان یې په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه په فساد ککړ وو.
سوپکو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ هغو څرګندونو ته هم غبرګون وښوده چې په دې وروستیو کې یې څو ځلې وویل، په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې بېرته امریکا ته ستنوي، خو د سوپکو په ټکو، دا وسلې زړې دي، او ښايي د استفادې وړ نه وي، نو ځکه په دې نه ارزي چې امریکا ته انتقال شي.
د ناستې په لومړۍ ورځ ګډونوالو په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، که چېرې د دې ډلې د فعالیت مخه په افغانستان کې و نه نیول شي، د دې امکان شته، چې ګواښونه یې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته وغځېږي.
د ملي امنیت پخواني مشر رحمتالله نبیل د دوشنبې په ورځ دې ناستې ته وویل، که د داعش مخه ونه نیول شي، ښايي را روان برید یې له افغانستانه د باندې وي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر اسد دوراني، د نبیل د خبرو په تایید وویل، په وروستیو کې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي، خو د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په ځپلو کې له اسلامآباده سره همکار نهدی.
په افغانستان کې د ښځو له حقونو روان سرغړاوي
د ښځو حقونه د هرات د امنیتي ناستې د بحث یوه بله مهمه موضوع وه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ دې ناستې ته وویل، نړیوالې ټولنې د طالبانو پر ضد عملي اقدام کړی دی.
د هغه په ټکو، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د مشر نیولو حکم د افغانو ښځو او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو پایله ده.
هغه د هغو افغانو ښځو مبارزه د قدر وړ وبلله چې د طالبانو د بندیزونو پر ضد یې جاري ساتلې ده.
ناستې ته راغلو د ښځو د حقونو فعالانو یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانو ښځو او نجونو ترڅنګ ودریږي او پرې نږدي چې طالبان ښځې د افغاني ټولنې له صحنې محوه کړي.
که څه هم د غونډې د ویناوالو او تنظیموونکو په ټکو، دا ناسته یوازې د افغانستان د اړوندو مسایلو په اړه د تبادل نظر او له افغانستانه بهر د پخوانیو سیاستوالو د اتحاد په موخه راجوړه شوې وه، خو پر ټولنیزو رسنیو د دې ناستې یو شمېر مخالفو پخوانیو سیاستوالو ددې غونډې د جوړیدو پر څرنګوالي نېوکې کړي.
شاهمحمود میاخېل چې د افغانستان د نړیدلې جمهوریت پر مهال یې د ننګرهار د والي او د دفاع وزارت د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر ولیکل "سږکال دوی ملي سرود د پروګرام نه وویسته او هم یې قومي او تعصبي اجندا لکه د ملي کرکټ ټیم په ضد بیانیو ته ځای ورکړ."
خو د ناستې یو ګډونوال او د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د میاخېل په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل، دا ناسته په غیررسمي توګه د افغانستان پر روانو حالاتو د نظرونو د تبادلې لپاره جوړه شوې وه، نو ځکه ملي سرود نهو، او ډېر شمېر پخوانیو سیاستوالو په کې ګډون نهو کړی.
د هرات امنیتي ډیالوګ ناستې له ۲۰۱۲ کال راهیسې پیل شوې چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه کوي.
واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، د دې ډیالوګ ډېرې ناستې یا آنلاین شوې او یا هم په بهرنیو هېوادونو کې تنظیم شوې دي چې ۱۲ مه هغه یې په مادرید کې وه.