د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

متقاعدین طالبانو ته: معاشونه مو راکوئ او کنه؟


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

 د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) سلګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.

د متقاعدینو دا اعتراض په داسې حال کې دی چې د طالبانو حکومت د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې مهالویش اعلان کړی چې له مخې یې د هر وزارت متقاعدینو ته ځانګړی وخت ټاکل شوی دی.

خو لا معلومه نه ده چې دا مهالویش به عملي شي که نه.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر له ۱۷۰ زرو څخه اوړي، چې ډېری یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د متقاعدینو معاش ورکوئ او کنه؟
متقاعد

د متقاعدینو معاش ورکوئ او کنه؟

دا یوازې د راډیو ازادۍ یو متقاعد اورېدونکی نه دی چې د طالبانو له حکومته د خپل معاش پوښتنه کوي، بلکې په لسهاوو نور د ازادي راډیو اوریدنکې ورته پوښتنه د طالبانو له حکومته لري.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګز تېره پرون شپه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له تېرو درې کلونو راهیسې متقاعدین د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

د هغه په ټکو، د متقاعدینو په برخه کې د طالبانو د حکومت وروستی اقدام د معاشونو د ورکړې د مهالویش اعلانول دي.

سنګر وړاندې وویل، "په لومړی مرحله کې د حوت تر۲۵مې هغوو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په تیرو دریو کلونو کې تقاعد شوي دي، هغه کسان چې د جمهوریت په دوره یا له هغې وړاندې متقاعد شوي د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د هر وزارت لپاره ځانګړی وخت ټاکل شوی، چې وروستۍ نوبت د دفاع وزارت متقاعدینو ته ورکړل شوی دی، اوس به وګورو چې دا معاشونه به واقعا ورکړل شي او که نه".

په لومړی مرحله کې د حوت تر۲۵مې هغوو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په تیرو دریو کلونو کې تقاعد شوي دي
افندي سنګر

په داسې حال کې چې افندي سنګر او سلګونه نور متقاعدین د طالبانو د حکومت د دې ژمنې د عملي د کېدو تمه او ورته اندېښنه لري، د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) سلګونو متقاعدین یو ځل بیا د تقاعد ریاست مخې ته راټول او د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه.

د تقاعد سیستم لغوه کېدل او د متقاعدینو اندېښنې

متقاعدینو تر دې وړاندې هم څو ځله مظاهرې کړې وې خو د طالبانو حکومت تراوسه د دوی یوازینۍ غوښتنه چې د معاشونو ورکړه منلې نه ده.

د طالبانو حکومت تېر کال بغیر له دې چې واضح دلیل وړاندې کړي د افغانستان د تقاعد سیستم لغوه کړ.

د دې پرېکړې له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده حکم کړی و چې له ۱۴۰۳ لمریز کال راهیسې به د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد پیسې نه ګرځول کېږي.

د طالبانو د مشر دې فرمان ګڼې پوښتنې راولاړې کړې خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د هغو متقاعدینو برخلیک به څه کېږي چې تر ۱۴۰۳ لمریز کال وړاندې یې د دولت لپاره کار کړی دی؟

په اروپا کې میشت د حقوق پوهانو د ټولنې مشر میرعبدالواحد سادات د دې پوښتنې په ځواب کې وايي،

"د افغانستان د متقاعدینو معاش نه ورکول د ټولو حقوقي ارزښتونو او د اسلام د مقدس دین خلاف عمل دی، دا کار د طالبانو د لوی مشر د کړنو سره هم په ټکر کې دی."

متقاعدین؛ تر ټولو زیانمن قشر

متقاعدین د افغانستان له زیانمنو قشرونو څخه ګڼل کېږي چې زیاتره یې مشران، کم‌وسه او د کورنیو سرپرستان دي.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې د معلوماتو له مخې په هېواد کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر له ۱۷۰ زرو زیات دی او که د دوی د کورنیو غړي هم حساب شي نو د هغو خلکو شمېر چې د تقاعد پر معاشونو متکي دي خورا لوړیږي.

XS
SM
MD
LG