پاکستان او افغانستان يو ځل بيا د تندو بیانونو او څرګندونو تبادله کړې ده. افغان حکومت، امريکا، پاکستان او نور هېوادونه هڅې کوي چې په افغانستان کې سوله وشي او جګړه پای ته ورسي. په دې کې د پاکستان رول ډېر مهم بلل کېږي. پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ولې داسې اختلافي څرګندونې کوي او اخر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې لوړې ژورې ولې دي؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۴ مې هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۹ مې ۲۰۲۱
د منځني ختيځ په تېره بيا د ايران او سعودي عرب اړيکو تل د پاکستان پر کورنۍ او بهرنۍ تګلارو اغېز کړی دی. ايران او سعودي عرب د يو بل دوديزه مخالفين دي. ايران د پاکستان ګاونډی دی او له سعودي عرب سره يې بيا ژورې دوديزه اړيکې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ايران او سعودي تعلقاتو ته په کتو د منځني ختيځ په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته کتنه کوو.