د منځني ختيځ په تېره بيا د ايران او سعودي عرب اړيکو تل د پاکستان پر کورنۍ او بهرنۍ تګلارو اغېز کړی دی. ايران او سعودي عرب د يو بل دوديزه مخالفين دي. ايران د پاکستان ګاونډی دی او له سعودي عرب سره يې بيا ژورې دوديزه اړيکې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ايران او سعودي تعلقاتو ته په کتو د منځني ختيځ په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته کتنه کوو.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۴ مې هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۲ مې ۲۰۲۱
په پاکستان کې يوه غير حکومتي تحقيقاتي اداره انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د انټرنېټ ازادۍ کې ډېر کمۍ راغلی دی. ادارې په کلني رپورټ دا هم ويلي چې په پاکستان کې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي قانون د خبريالانو او فعالانو پرضد استعمال شوی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې په دې هېواد کې د انټرنيټي ازادۍ په اړه بحث شوی دی.