د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدياتي انتخاباتو لومړي پړاو غيرحتمي او غير سرکاري نتيجو موضوع څېړلې ده. له غير سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند پر دویم نمبر او پر درېیم نمبر عوامي نيشنل ګوند راغلی دی. عوامي نيشنل ګوند له تېرو څو کلونو راهيسې په اپوزېشن کې دی خو دا ځل په بلدياتي انتخاباتو کې یې زياتې څوکۍ ترلاسه نه کړای شوې. په بحث کې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي سيکرټر سردار حسین بابک، د مشال راډیو خبريال خالد خان او په پېښور کې د ډان نيوز بيورو چيف علي اکبر خان برخه اخیستې. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۴ دسمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۲ دسمبر ۲۰۲۱
د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د ډېسېمبر پر ۱۴مه د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسید د وژنې د مقدمې اورېدنه کړې چې پکې د مقدمې پخواني تحقيقاتي افسر تایید کړې چې د قتل پروخت پوليس افسر راو انور موجود وو. نقيب مسید درې کاله وړاندې د حراست په دوران کې وژل شوی وو چې وروسته يې له عدالت پرته د وژلو تور د هغه وخت پر پوليس افسر راو انوار پورې شو. د هغه د مقدمې درې کاله پوره شوي خو لا هم وروستۍ نتيجې ته نه ده رسېدلې. د مقدمې د ورو والي ممکنه لامل څه کېدای شي او د نقيب مسيد تر وژنې وروسته په کراچۍ کې د پوليسو له خوا د خلکو له عدالت پرته د وژلو پېښې پر څه حال دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.