![](https://gdb.rferl.org/6e63cada-1aa0-4f44-8205-ab9fca65a79e_w250_r1_s.jpg)
د امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واک سل ورځې پوره کېدونکې دي خو د افغانستان او پاکستان په اړه لاهم د تګلارو ارزونه کوي.
د امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واک سل ورځې پوره کېدونکې دي خو د افغانستان او پاکستان په اړه لاهم د تګلارو ارزونه کوي.
په دې وروستيو کې د امريکا دفاع وزير جېمز ماټیس د کابل او دغسې د امريکا ملي امنيت سلاکار مکماسټر د اسلام اباد او امريکا سفرونه ترسره کړي او وضعيت يې له نږدې څارلی دی.
خو په عين حال کې د افغانستان په بلخ کې پر پوځي مرکز بريد کې شاوخوا ۱۵۰عسکر وژل شوي چې پړه يې وسله والو طالبانو منلې ده.
بل خوا روس هم د افغانستان په چارو کې زيات فعاله شوی او اسلام اباد ته ورنږدې شوی دی.
دغو پرمختګونو ته په پام سره د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له اسلام اباد او کابل سره د واشنګټن اړيکې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي.
د پاکستان پخواني سفرتکار اياز وزير او افغان پوه اباسين بريال د بحث مېلمانه دي.