۴۲ کلن الجولاني هغه وخت شهرت تر لاسه کړ چې ډلې یې د سوریې د اوږدې مودې ولسمشر بشار الاسد حکومت ړنګ کړ.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد تر شاوخوا ۲۴ کلنۍ واکمنۍ وروسته هېواد پرېښی دی. پر هغه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو، د پراخو اعدامونو امر ورکولو، د حلب د جګړې پر مهال د ښوونځیو او روغتونونو په نخښه کولو او د ولسي وګړو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه او حکومت یې ردول
د امریکايي ولسمشر جوبايډن انتظاميې دا معلومات تاييد کړي نه دي البته وايي، شک نه لري چې ګواکې داسې به نه وي شوي.
په همدې حال کې وزیراعظم محمد غازي جلالي ویلي دي چې حکومت یې مخالفانو ته "لاس غځولو ته تیار" دی. اسوشيېټېډ پرېس اژانس خبر ورکړی دی چې نوموړي د ډېسېمبر پر اتمه سهار په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې په کور کې دی، له سوریې وتلی نه دی ځکه چې دی هم د هغې خاورې دی.
په واشنګټن انسټېټیوټ کې څېړونکی ارون زېلېن وایي، د "حما سقوط یوازې د یوه چټک یرغل" زېږنده نه دی، بلکې د دې تهاجم د ځواک د دوام څرګندونه کوي.
د تاجکستان له سرښار دوشنبې سره نېږدې په شراره کلي کې یوه بې پیلوټه الوتکه پرېوتې چې ظاهراً پوځي ډرون برېښي. ځايي خلک وايي چې ډرون د برېښنا له تارونو سره تر جنګېدو وروسته پرېوتی خو چاودلی نه دی.
د روسیې پوځ د اوکراین د خارکیف سیمې له کوپیانسک ښاره یوازې څو کېلېومیټره لیرې ځای پر ځای شوی دی. په هغه ښار کې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان لا هم ژوند کوي. د مشال راډیو د روسي ټېلېوېژن خبریال بورېس سچالکو له ځايي خلکو سره په هغه جګړه ځپلې سیمه کې د ژوند پر څرنګوالي غږېدلی دی.
په فېنلینډ کې د ناټو زرګونه پوځیان د روسیې له پولې یوازې ۱۰۰ کېلومیټره لیرې په تمرینونو بوخت دي.
دا د یو داسې اوکرایني دوکاندار کیسه ده چې په رضاکارانه ډول یې د ځمکنۍ او ښاري دفاع کار پیل کړ او بیا یې مړی په بوچا کې د روسیو سرتېرو پرېښوولي سر دفتر سره نېږدې وموندل شو. د اولېکسي پوبهېای لاسونه تړل شوي ول او پر سر یې د مرمۍ زخم وو.
د امريکا د ولسمشر جو بایډن هغه پرېکړه، چې کییف ته يې اجازه ورکړې چې د امريکا لخوا په ورکړل شويو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو سره په روسیه کې دننه ژور هدفونه په نښه کړي، په داسې وخت کې راځي چې پر اوکراین د روسيې د يرغل ۱۰۰۰ ورځې شوې دي.
اذربایجان سږ کال د ملګرو ملتونو د اقلیمي غونډې "کوپ ۲۹" کوربه دی. د دې غونډې په اړه نیوکې هم کېږي چې په هغه هېواد کې د تېلو لوی صنعت او د چاپيريال د ککړتيا خراب ریکارډ ته اشاره کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته