په داسې حال کې چې په سوریه (شام) کې د حکومت مخالفو وسلوالو د پلازمېنې دمشق د کنټرول ترلاسه کولو دعوه کړې ده روسیې ویلي دي چې ولسمشر بشارالاسد هېواد پرېښی دی.
روسیه د اسد د حکومت له ډېرو نېږدو متحدانو یوه بلله کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر اتمه په بیان کې وویل چې اسد له هېواده تللی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چېرې تللی دی.
وزارت وویل چې اسد "په وسلواله شخړه کې له ښکېلو یوشمېر خواوو" سره تر "مذاکراتو" وروسته "د استعفا پرېکړه" وکړه او دفتر یې پرېښود.
په بیان کې راغلي چې نوموړي د خپل حکومت چارواکو ته "د واک د سوله ییز لېږد لارښوونه" وکړه.
وزارت زیاتوي: "روسیې په هغو خبرو کې برخه نه ده اخیستې."
البته د سوریې حکومت لا پر دې موضوع رسماً څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو په تېرو ورځو کې د هېواد په نورو برخو کې تر چټکو پرمختګونو وروسته د ډېسېمبر پر اتمه پلازمېنې ته د داخلېدو خبر ورکړ.
هغوی د ډېسېمبر پر اتمه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې د ولسمشر بشار الاسد په حواله ویلي دي چې دمشق "اوس له اسده ازاد" شوی دی.
د اسد کورنۍ له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې پر هېواد مستبده واکمني وکړه.
پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې وسلوال د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ او په داخلي دروازو کې ښکاري.
په همدې حال کې د لبنان او سوریې پر پوله د ګاډو اوږده قطارونه ولاړ دي چې پکې هغه شامیان سپاره دي چې هېواد ته ستنېږي.
په سمدستي توګه د ولسمشر اسد ځای ځایګی معلوم نه دی خو د شام د بشري حقونو د څار د برېتانیا مېشتې ادارې مشر رامي عبدالرحمان اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي ول اسد د ډېسېمبر پر اتمه "سهار له دمشقه په یوه الوتکه کې ووت."
هغې ادارې هم نه دي ویلي چې نوموړی چېرې ولاړ.
تر دې مخکې د شام د پوځ دوو افسرانو هم رویټرز اژانس ته ویلي ول چې هغه د ډېسېمبر پر اتمه له پلازمېنې دمشقه نامعلوم ځای ته تللی دی.
په همدې حال کې وزیراعظم محمد غازي جلالي ویلي دي چې حکومت یې مخالفانو ته "لاس غځولو ته تیار" دی.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس خبر ورکړی دی چې نوموړي د ډېسېمبر پر اتمه سهار په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې په کور کې دی، له سوریې وتلی نه دی ځکه چې دی هم د هغې خاورې دی. "موږ باور لرو چې سوریه د ټولو سوریایانو لپاره ده او دا چې دا د هېواد د ټولو بچیو کور دی او دا هېواد یو داسې عادي دولت کېدای شي چې سیمه ییزو اېتلافونو او ډلو ته له داخلېدو پرته له خپلو ګاونډیو او نړۍ سره ښه اړیکي جوړولای شي."
جلالي زیاته کړې چې خپل دفتر ته ځي، خپل کار ته دوام ورکوي او د سوریې له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې ولسي شتمنۍ زیانمنې نه کړي.
هغه و نه ویل چې ایا ولسمشر بشارالاسد له هېواده وتلی او که څنګه.
په شام کې په تېرو ورځو کې د اسلامپالې هیت تحریر الشام ډلې په مشرۍ وسلوالو په خورا چټکۍ حلب او بیا حما ښار ونیول چې ورسره د شنونکو په وینا، د منځني ختیځ په جګړه ځپلي هېواد کې لوبه بدله شوه.
د امریکا، برېتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنې په ګډون یوشمېر هېوادونه هیت تحریر الشام یوه ترهګره ډله بولي.
د هغې ډلې مشر ابو محمد الجولاني د ډېسېمبر پر اوومه ویلي ول چې وسلوال یې د ۷۷۵،۰۰۰ وګړو ابادۍ لرونکي ښار حمص "د ازادولو په درشل" کې دي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتو چارو دفتر مشال راډیو ته وویل چې امریکايي ولسمشر جو بایډن او د هغه حکومتي کارکوونکي "په سوریه کې فوق العاده وضعیت له نېږدې څاري او له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په مسلسله رابطه کې دي."
اخو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د تګلارې مشرې کایا کلاس پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي د اسد د "امریت" ختمېدل یو "مثبت پرمختګ" بللی دی.
کلاس ویلي دي چې د بشارالاسد د حکومت ړنګېدل یې د "ملاتړو" یعنې "روسیې او ایران کمزوري هم په ډاګه کوي."
نوموړې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه "په سیمه کې د سوریې امنیت ته لومړیتوب" ورکوي او د سیمې له وزیرانو سره په رابطه کې ده.
شنونکي وايي چې د اسد د رژیم نسکورېدل د کرېملېن لپاره د "لویې سیاسي ماتې" معنا لري. مسکو او تهران دواړو له کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې پر مهال د شامي حکوت ملاتړ کړی دی.
په امریکا کې د جګړې د مطالعاتو مرکز وايي: "د اسد رژیم ځواکونه مات شوي او د اسد ملاتړي د سوریې عرب پوځ د پیاوړي کولو لپاره په چټکۍ د اضافي سرتېرو ځای پر ځای کولو ته لېواله نه ښکاري."
د وسلوالو هغه پرمختګ پر ولسمشر بشارالاسد، چې په ۲۰۱۱ز کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په واک کې د پاتېدو لپاره تر ډېره د روسیې او ایران پر ملاتړ متکي پاتې شوی، یو لوی ګوزار بلل کېده.
حما د شام څلورم لوی ښار دی او وسلوالو د ډېسېمبر پر پینځمه ونیوه. هغه ښار د دمشق د دفاع لپاره مهم وو او د هغه هېواد د ساحلي ښارونو طرطوس او لاذقیه دروازه ګڼل کېږي.
تر دې دوه ورځې وروسته وسلوال حمص ښار ته هم داخل شول چې له پلازمېنې دمشقه شاوخوا ۱۶۰ کېلومیټره لیرې پروت دی. روسیو ځواکونو هلته د وسلوالو د پرمختګ مخنیوي لپاره پر یو مهم پله او سړک بمباري وکړه.
روسیه په سوریه کې په حمیمیم کې د هوايي اډې په ګډون یوشمېر پوځي ځایونه او په طرطوس کې ستراتیژیک بحري تاسیسات لري چې په افریقا کې د کرېملېن د اقداماتو ملاتړ لپاره کارېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د ډېسېمبر پر اوومه په دوحه کې د نړیوال فورم پر مهال الجزیره ټېلېوېژن ته په مرکه کې د روسیو اډو د برخلیک په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه او و یې ویل، "اټکلونه نه کوي."
د منځني ختیځ چارو روسي شنونکي روسلان سلیمانوف مشال راډیو ته وویل چې که وسلوال پر هېواد واکمن شي، نو مسکو به ورسره "همکاري" وکړي او دا چې هیت تحریر الشام هم په "تېرو وختونو کې دعوه کړې ده" چې له کرېملېن سره "خبرو ته تیار دی."
سلېمانوف زیاتوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر "پوتین غواړي چې په سیمه کې خپل پوځي حضور خوندي وساتي. هغه باید د دې لپاره وسلوالو او [د ترکیې ولسمشر رجب طیب] اردغان ته، چې د وسلوالو ملاتړ کوي، رعایتونه ورکړي."
ملګرو ملتونو د ډېسېمبر پر شپږمه وویل چې په سوریه کې شا وخوا ۳۰۰،۰۰۰ کسان د نومبر په پای کې د وسلوالو د جګړې له پیلولو راهیسې بې کوره شوي دي.
اسد د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې تر ډېره پر تهران او مسکو تکیه کړې وه.
ایران له ۲۰۱۳ز کال راهیسې، د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب) په سلګونه افسران ګومارلي چې لسګونه زره محلي او بهرني شیعه وسلوال استخدام کړي او و یې روزي.
روسیې هم له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د شام له پوځ او ایران پلوه ملېشو سره له وسلوالو د سیمو د بیا نیولو لپاره هوایي بریدونه کړي دي.
خو روسیه اوس د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او ایران هم د لبنان او فلسطینیانو د سیمو په ګډون په منځني ختیځ کې په نورو شخړو تمرکز کړی دی.