د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي: د مخالفو وسلوالو له لوري د سوریې د دویم لوی ښار نیول خورا حساس پړاو دی


د سوریې حکومت مخالفه وسلوال پر حما ښار توغندي وروي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د سوریې حکومت مخالفه وسلوال پر حما ښار توغندي وروي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

د سوریې (شام) حما ښار ته د رژیم ضد مخالفو وسلوالو داخلېدل، د منځني ختیځ په‌‌ جګړه‌‌ ځپلي هېواد کې لوبه بدله کړې.

د سوریې د حکومت د وسلوالو مخالفو ډلو له‌‌ خوا تر حلب وروسته پر دویم لوی ښار د ولکې ټينګېدل، د کارپوهانو په وینا، د سوریې په ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه کې یوه حساسه مرحله بلل کېږي.

د اسلامپالې هیت تحریر شام ډلې په مشرۍ وسلوالو د ډېسېمبر پر پینځمه هغه ښار ونیوه.

د وسلوالو هغه چټک پرمختګ پر ولسمشر بشارالاسد چې په ۲۰۱۱ز کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په واک کې د پاتېدو لپاره تر ډېره د روسیې او ایران پر ملاتړ متکي دی، یو لوی ګوزار بلل کېږي.

په واشنګټن انسټېټیوټ کې څېړونکی ارون زېلېن وایي، د "حما سقوط یوازې د یوه چټک یرغل" زېږنده نه‌ دی، بلکې د دې تهاجم د ځواک د دوام څرګندونه کوي.

حما د شام څلورم لوی ښار دی چې د دمشق د دفاع لپاره مهم ګڼل کېږي او د هغه هېواد د ساحلي ښارونو طرطوس او لاذقیه دروازه هم بلل کېږي. په طرطوس کې روسیه یوه ستراتیژیکه بحري اډه لري.

تر دې یوه ورځ وړاندې شامیو او روسیو عسکرو د وسلوالو د پرمختګ درولو لپاره ورباندې بمباري کړې وه.

هغه ښارونه، د علویانو شیعه فرقې چې په خپله اسد او ملاتړي ورپورې تړلي دي، مرکز دی. له دې پرته، د روسیې یوه هوایي اډه هم په سیمه کې پرته ده.

د زېلېن په باور، د وسلوالو پرمختګ ښایي پر دمشق د هغوی د ولکې د ټینګېدو لپاره هڅې اسانه کړي.

په حما کې د ولایتي حکومت پر دفتر د ولسمشر بشار الاسد انځور په مرمیو ویشتل شوی دی - د ډېسېمبر شپږمې انځور.
په حما کې د ولایتي حکومت پر دفتر د ولسمشر بشار الاسد انځور په مرمیو ویشتل شوی دی - د ډېسېمبر شپږمې انځور.

د ایران د نیابتي او شیعه وسلوالو ډلو کارپوه فېلېپ سمېت وایي، د حما سقوط "په لوبه کې بدلون" دی او د وسلوالو پرمختګ ښیي چې د اسد د "پوځي ماشین" یوه پوسته ده.

د شنونکو په باور، په څه کم یوه اونۍ کې دوه مهم ښارونه سقوط شوي، خو بشارالاسد تر اوسه د خپلې بقا په برخه کې له جدي ګواښ سره مخامخ نه دی.

د سوریې حکومتي ځواکونه چې له ټیټ مورال، کمې تنخا او د قوماندې په نظام کې له ګډوډۍ سره مخامخ دي، تر اوسه د هېواد پر درېیم لوی ښار حمص او همداراز پلازمېنې کنټرول لري.

زېلېن وویل، وسلوال، چې په جنوب کې د رژیم د اصلي سیمو پر لور پرمختګ کوي، به له سخت مقاومت سره مخامخ شي.

اسد د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې تر ډېره پر تهران او مسکو تکیه کړې ده، خو دواړه اوسمهال په خپلو کړکېچونو کې ښکېل دي.

ایران له ۲۰۱۳ز کال راهیسې، د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه‌‌‌ پاسداران انقلاب) په سلګونه افسران ګومارلي چې لسګونه زره محلي او بهرني شیعه وسلوال استخدام کړي او و یې روزي.

روسیې هم له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د شام له پوځ او ایران پلوه‌ ملېشو سره له وسلوالو د سیمو د بیا نیولو لپاره هوایي بریدونه کړي دي.

خو روسیه اوس د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او ایران هم د لبنان او فلسطینیانو د سیمو په ګډون په منځني ختیځ کې په نورو شخړو تمرکز کړی دی.

XS
SM
MD
LG