د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر بشارالاسد حکومت ړنګونکی ابو محمد الجولاني څوک دی؟


د هیت تحرير اشام وسله والې ډلې مشر ابو محمد الجولاني د یو وینا پرمهال.
د هیت تحرير اشام وسله والې ډلې مشر ابو محمد الجولاني د یو وینا پرمهال.

د هیت تحرير الشام وسله والې ډلې له خوا د سوریې يا شام مرکز دمشق تر نیول کېدو وړاندې د یادې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په هغه هیواد کې یو نسبتاً ناپېژندلی نوم وو.

۴۲ کلن الجولاني هغه وخت شهرت تر لاسه کړ چې ډلې یې د سوریې د اوږدې مودې ولسمشر بشار الاسد حکومت ړنګ کړ.

الجولاني چې د دسمبر پر اتمه په یوه ټلویژني وینا کې د "دمشق د نیولو" اعلان کاوی نو د فرضي نوم پر ځاي یې خپل اصلي نوم – احمد الشرع – وکاروه.

الجولاني، چې د امریکا لخوا ترهګرې ډلې هيت تحریر الشام مشر دی، له القاعده ترهګرې ډلې سره په ښکاره د اړيکو شلولو اعلان کړی چې دا شان خپل ځان د یو زغم لرونکي مشر په توګه وړاندې کړي خو دا به د دمشق تر نیولو وروسته د الجولاني د تګلارو په ډاګه شي چې نوموړي واقعي له فکري پلوه يو بدل کس دی که څنګه؟ بله دا چې د الجولاني پر سر امريکا لس میليونه ډالره انعام هم اعلان کړی دی.

د سوریې حکومت مخالفه وسلوال وايي دمشق یې نیولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

هیت تحرير الشام اسلامي فکر لرونکي یوه وسله واله ډله ده چې په سيمه او نړۍ کې د ورته نورو وړو ډلو سره اړیکې لري.

په عین حال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان هم د هیت تحرير الشام لخوا د دمشق د نیولو هرکلی کړی دی.

په امريکا کې د واشنګټن انسټیټیوټ په نوم څیړنيزې ادارې سینئر فلو ارون زیلین هیت تحرير الشام يوه "سياسي جهادي" ډله بولي.

د دغه څیړنکار په وینا، هیت تحریر الشام ډله د روایتي سياسي اسلام پالو او او نړیوالو جهادي ډلو لکه القاعده یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې په منځ کې ده.

الجولاني څوک دی؟

ابو محمد الجولاني په ۱۹۸۲ کال کې په سعودي عربستان کې زېږیدلی و، مور او پلار یې د اسرایلو تر قبضې لاندې د جولان یا ګولان ټاپو وزمې اوسیدونکي دي.

د الجولاني د سخت دريځو ډلو سره د اړيکو د لومړنيو وختونو په اړه کره مالومات واضحه نه دي خو ښايي چې په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق د امريکا تر برید وروسته نوموړي په عراق کې له القاعده ترهګرې ډلې سره اړيکې جوړې کړې وې.

په ۲۰۱۲ کال کې الجولاني د جبهت النصره په نوم ډله جوړه کړه چې په سوریې يا شام کې د القاعده څانګه وه. دې ډلې د سوریې په ادليب کې مرکز درلود.

وروستو دا ډله په یو شمیر نورو نومونو ونومول شوه او بیا یې له القاعدې لاره بیله کړه او دا شان یې په ۲۰۱۷م کې په شام کې د نورو حکومت مخالفه ګوندونو سره تر یو کیدو وروسته د هیت تحریر الشام په نوم فعاليتونه پیل کړل.

الجولاني یو وخت عمامه یا پټکی په سراوه او اوږده ږیره یې لرله او پوځي لباس یې اغوسته. خو وروسته یې .ږیره لنډه کړه، بلیزر يا جیکټ اغوستل یې پیل کړل او له غربي رسنيو سره یې مرکې هم وکړې.

د ایران پر ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو نظر لرونکی فیلپ سمت وایي د هیت تحریر الشام مشر یو چالاکه کس دی چې د خپل ځان او خپلې ډلې ځواک ته د رسولو مقصد یې پر وړاندې دی.

که څه هم د الجولاني له ظاهر لباس او څیرې د هغه په اړه په فکري لحاظ د يو منځلاري ګومان کیږي، خو د نوموړي او د ډلې په اړه یې له بشري حقونو د سر غړونې او له ترهګرو ډلو سره د اړيکو په اړه انديښنې شتون لري.

د اسد میراث: د ولسي وګړو وژنه، محاصرې او کیمیاوي وسلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:45 0:00

په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د الجولاني د يو ترهګر په توګه د نومونې په اعلان کې د نصره جبهې له خوا ترسره شوي ځانمرګو بریدونو ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې د دې ډلې "تاوتریخجنه، فرقه ییزه تګلاره" د سوریې د خلکو له غوښتنو سره په ټکر کې ده.

په دې بیان کې وړاندې ویل شوي وو چې "سخت دريزي او ترهګریز نظریات له اسد پس سوریه کې ځای نه لري."

په ۲۰۱۷م کال کې په سوريه کې د امريکا سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي ول چې واشنګټن د الجولاني په شمول "د سوریې د القاعده شبکې لوړپوړو غړو" عدالت ته راوړلو ته ژمن دی.

څیړنکار ارون زیلین وایي د هیت تحریر الشام لومړنی هدف د بشار الاسد حکومت ختمول وو خو دوهم هدف یې داسې ادارې جوړول وې چې د سوریې د ولس په ګټه وي. زیلین وایي هغوی په ایدلیب کې د دې کار سابقه لري.

زیلین زياتوي چې هیت تحرير الشام د زغم او برداشت تګلاره پر خپل ځای، خو د هغې ډلې لپاره به له ځانه د ترهګرې نوم صفا کول ښایي ډیر وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG