د سېپټېمبر پر ۲۹مه نېټه يوشمېر کسان د بنو په بازار کې غونډ شوي ول او د خپلو حقونو لپاره يې شعارونه ورکول.
له باړې د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي شفیق اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال رېډیو ته ویلي چې دوی به د تیرا د شډلې کلي د برید په څېر د پېښو د مخنیوې لپاره مهم چلوي.
انتظامیې د شمالي وزیرستان خلکو ته ویلي دي چې په ټاکلو ورځو کې دې په کور دننه اوسي ځکه چې د پاکستان پوځي قافلې به سیمې ته تګ راتګ کوي.
د کمېشن غړو د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې په تیرا کې د شوې پېښې قربانیانو ته یوازې معاوضه ورکول کافي نه دي بلکې د دې پېښې کره پلټنې هم پکار دي.
د سوات خلک وايي امن غواړي خو په هغه بیه نه چې بیا به کډې کوي او یا هم د وسلوالو خلاف ولسي لښکرې جوړوي. دوی وايي، د پوځ د عملیاتو پلوي هم نه دي، حکومت دې د پولیسو په مرسته امنیت ټینګ کړي.
د کرک د پولیسو د مشر د معلوماتو له مخې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان د ملا نذیر ډلې غړي دي.
د بکاخېلو یو قامي مشر قادر خان مشال راډیو ته وویل، "له حکومته مو وغوښتل چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي، که یې نه ټینګوي نو بیا به د سیمې ولسي مشران کومه پرېکړه کوي."
دا احتجاج وروسته له هغې پیل شو چې د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ کسان ووژل شول. هغه مهال د پاکستان پوځ ویلي وو چې بمباري هغوی نه ده کړې او ادعا یې کړې وه چې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.
د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدی وايي، ګنډه پور وژل شوي کسان شهیدان یاد کړل او بې ګناه یې ومنل. د نوموړي په وینا ګنډه پور دا هم وویل چې هغه به د تیرا د وژلو شویو کسانو مقدمه پخپله په مخکې وړي.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د سیاسي او ولسي مشرانو ترمینځ سلامشورې روانې دي. بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په برید کې د وژل شوي هر تن په سر د یو کروړ روپو ورکولو اعلان کړی دی.
نور وښیئ