د پولیسو چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا په کرک کې د عملیاتو پر مهال د ناقانونه پېژندل شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ۱۷ وسلوال وژل شوي دي.
د کرک د پولیسو مشر شهباز الاهي وايي امنیتي ځواکونو او پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۶مه ناوخته د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شاه سلیم تاڼې په درشه خېلو سیمه کې دغه عملیات ترسره کړي دي. د پولیسو مشر وايي دعملیاتو پر مهال درې امنیتي سرتېري هم ژوبل شوي دي.
د کرک د پولیسو د مشر د معلوماتو له مخې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان د ملا نذیر ډلې غړي دي.
پولیسو د کرک د سلیم تاڼې په درشه خېلو سیمه کې چېرته چې پوځ او پولیسو په ګډه د وسلوالو خلاف عملیات وکړل پر خلکو غږ کړی دی چې لا هم د نورو وسلوالو خلاف د هغوی عملیات روان دي نو د سېپټېمبر پر ۲۷مه دې له کورونو نه راووځي. دوی له خلکو دا هم غوښتي دي چې وسلوالو ته دې په خپلو کورونو کې د پټېدو اجازه نه ورکوي او له حکومت سره دې مرسته وکړي.
د کرک د پولیسو مشر شهباز الاهي وايي په عملیاتو کې پینځه وسلوال ژوبل شوي هم ول چې تښتېدلي دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پولیسو او پوځ تر دې وړاندې هم په قبایلي او ورڅېرمه پرتو نږدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د ادعاوو سپیناوی نه شي کولی.
د قبایلي ضلعو خلکو وخت په وخت د احتجاجونو او پرلتونو له لارې د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پام وکړي.