د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د تېرا د پېښې د پلټنو او د لادرکه کسانو عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
د کمېشن غړو د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې په تیرا کې د شوې پېښې قربانیانو ته یوازې معاوضه ورکول کافي نه دي بلکې د دې پېښې کره پلټنې هم پکار دي.
د تیرا په شډله کلي کې د ځايي خلکو په وینا د سېپټېمبر پر ۲۲مه د پوځ په بمبارۍ کې ۲۳ کسان ووژل شول. هغه مهال د پاکستان پوځ ویلي وو چې بمباري هغوی نه ده کړې او ادعا یې کړې وه چې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي.
خو بیا وروسته د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر پر ۲۴مه باړې ته ورغلو او هلته یې د تیرا د وژلو شویو کسانو په فاتحه کې ګډون وکړ.
نوموړي هلته په فاتحه کې وویل چې په تیرا کې وژل شوي کسان"شهیدان او بېګناه" دي. تر هغې یوه ورځ وړاندې علي امین ګنډه پور په برید کې د وژل شوي هر تن په سر د یو کروړ روپو ورکولو اعلان هم کړی وو.
د باړې د سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د باړې مشرانو د خیبر پښتونخوا د اېف سي ځواک له مشر مېجر جنرل عمران سرتاج سره ولیدل.
د هاشم خان اپرېدي په وینا د اېف سي ځواک مشر د تیرا په پېښه بخښنه وغوښته او وژل شوي کسان یې شهیدان او بې ګناه وبلل.
مشال راډیو د اېف سي ځواک او یا هم د پاکستان د پوځ له غاړې داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي چې ګینې هغوی رښتیا هم منلې ده چې د تیرا بمباري د پاکستان پوځ کړې ده او له خلکو بخښنه غواړي.
د سېپټېمبر پر ۲۵مه له حکومت او پوځ سره د باړې د ولسي مشرانو د خبرو تر کامیابۍ وروسته د باړې سیاسي اتحاد خپل احتجاج پای ته ورساوه.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په خیبر پښتونخوا کې په امنیتي حالاتو هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې صوبايي حکومت په امنیت ټینګولو کې ناکامه شوی دی.
خبري غونډې ته د کمېشن یوې مشرې منیزې جهانګیر وویل، یو شمېر لادرکه کسان له تېرو څو کلونو راهیسي په حراستي مرکزونو کې پراته دي، دا مرکزونه دې بند او دغه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېشن د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې یې څو وارې ویلي چې د وسلوالو خلاف یې عملیات دوام لري.