د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک وايي انتظامیه دې د پولیسو په مرسته امنیت ټینګ کړي


د سوات خلک وايي انتظامیه دې د پولیسو په مرسته امنیت ټینګ کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:50 0:00

د سوات خلک وايي امن غواړي خو په هغه بیه نه چې بیا به کډې کوي او یا هم د وسلوالو خلاف ولسي لښکرې جوړوي. دوی وايي، د پوځ د عملیاتو پلوي هم نه دي، حکومت دې د پولیسو په مرسته امنیت ټینګ کړي. د سوات زرګونو خلکو د سېپټېمبر پر ۲۶مه د سوات د کبل په کانجو چوک کې د امن د ټینګولو او د پوځ د ممکنه عملیاتو خلاف مظاهره وکړه. د مظاهرې یو ویناوال افتاب خان وویل، د انتظامیه دې د امنیت د ساتلو لپاره لاس په کار شي. نورو مشرانو هم وویل چې که په سوات کې امن وي نو هلته به د پرمختګ کارونه ترسره کېږي او سیاحت به هم ورسره وده مومي او که امن نه وي نو بیا به خلک اغېزمن کېږي. بل پلو د سوات مرستیال کمېشنر سلیم جان مروت او د سوات ضلعې د پولیسو مشر محمد عمر خان د دغې مظاهرې نه یوه ورځ وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۵مه په یو ګډ بیان کې ویلي ول چې په سیمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره ګامونه پورته کړل شوي دي. دوی وايي د سوات قامي جرګه او سیاسي ګوندونه دې له حکومت سره د امن په راوستلو کې مرسته وکړي. نور حال په دې راپور کې واورئ.

XS
SM
MD
LG