د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلک وايي ګرځبندېز یې ژوند اغېزمن کړی دی


 د شمالي وزیرستان خلک وايي ګرځبندېز یې ژوند اغېزمن کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

انتظامیې په ټول شمالي وزیرستان کې د ګرځبندېز اعلان کړی دی. مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم وايي دا ګرځبندېز د سېپټېمبر له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې د امنیت په خاطر لګول شوی دی. انتظامیې د شمالي وزیرستان خلکو ته ویلي دي چې په ټاکلو ورځو کې دې په کور دننه اوسي ځکه چې د پاکستان پوځي قافلې به سیمې ته تګ راتګ کوي. بل پلو خلک وايي ګرځبندېز د دوی کارونه په ټپه دروي او ژوند یې اغېزمنوي. د شمالي وزیرستان د سیاسي ګوندونو د اتحادیې مشر عبدالخلیل وزیر او د شمالي وزیرستان د سوداګرو د اتحادیې مشر حاجي عبدالله خان د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د ګرځبندېز له وجې زده کوونکي، ناروغان، کاروباریان او د ژوند د هرې طبقې خلک متاثره کېږي. انتظامیه وايي، د امنیت د ټینګولو لپاره د پوځ شتون او د پوځ د تګ راتګ پر مهال ګرځبندېز لګول اړین دي. نور حال په دې راپور کې.

XS
SM
MD
LG