د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدی وايي چې ډېر زر به په تیرا کې په هوايي برید کې د ولسي کسانو د وژنې ضد د احتجاج په اړه خپله تګلاره اعلانوي.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د سیاسي او ولسي مشرانو ترمینځ سلامشورې روانې دي. بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په برید کې د وژل شوي هر تن په سر د یو کروړ روپو ورکولو اعلان کړی دی.
دا اعلان نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه ماښام د خیبر د قبایلي او سیاسي مشرانو سره په یو ملاقات کې کړی دی. په دې ملاقات کې د نورو ترڅنګ له خیبره د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدی، د صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالغني اپرېدی، د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي، د پېښور کمېشنر ریاض مسود او چیف سېکټري شهاب علي شاه هم موجود وو.
د پام وړ ده چې د پاکستان یو شمېر تلویزوني چینلونو او خبریالانو ته د امنیتي ادارو لخوا په لېږل شوي یو پیغام کې ویل شوي ول چې په تیرا کې په هوايي برید کې وژل شوي کسان ترهګر وو.
خو بل پلو ځایي خلکو، د پارلېمان غړو او بلدیاتي استازو مشال راډیو ته ويلي چې وژل شوي ټول کسان ولسي وګړي دي او د دوه په وینا، پکې هېڅ يو وسلوال نه وو.
د سېپتېمبر پر ۲۲مه له خیبره د تحریک انصاف صوبايي اسمبلۍ غړی عبدالغني اپرېدی د تیرا اکاخېلو شډلې سیمې ته ورغلی وو او هلته یې د اوسپنې ټوتې په لاس کې نیولې وې او یوه داسې وېډیو یې جوړه کړې وه چې ویل یې دا د مېزایلو ټوټې دي.
دغسې د جماعت اسلامي یو ځايي مشر شاه فیصل اپرېدی او یو بل سیاسي فعال خان ولي اپرېدی هم د پېښې ځای ته ورغلي وو او غوښتل یې چې د وژلو شویو مړي د احتجاج لپاره سړک ته راوباسي خو د وژلو شویو کسانو خپلوان دې کار ته اماده نه شول. د هغوی وینا وه چې دم ګړۍ ته په غم کې دي او په دې اړه به بیا وروسته څه پرېکړه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د تیرا د اکاخېلو په شډله سیمه کې د عیني شاهدانو په وینا د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي ول.
د اکاخېلو شډلې سيمې دوو عيني شاهدانو د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې د "پاکستان پوځ پر کورونو حمله" وکړه چې په نتیجه کې یی کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
بلخوا د پاکستان امنيتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۲مه رسنيو په استولي بيان کې دا پروپاګنډ بللی او ويلي يې دي چې دوی په اکاخېلو کې هېڅ بمباري نه ده کړې. البته بیان زياتوي چې په اکاخېلو شډله سيمه کې د وسلوالو لخوا د اېښودل شويو بارودي موادو د چاودېدو له امله مرګژوبله شوې ده.
تر دې دمه د پاکستان حکومت او پوځ په رسمي توګه څه نه دي ويلي. تر دې وړاندې هم په خيبر او نورو قبايلي سيمو کې په هوايي بريدونو کې ولسي وګړي وژل شوي چې وروسته ځینې پېښې پوځ منلې او خلکو ته يې معاوضې هم ورکړې دي.
د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې يو ځل وسلوالو فعاله شوي چې پرضد يې پوځی عملیات هم تېز شوي دي. د بريدونو او عملیاتو په تازه څپه کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي او په لکونه کسان يو ځل بیا بېکوره شوي دي.
ځايي فعالانو او سياسي ګوندونو د سيمې د امنیت لپاره په وار وار پاڅونونه کړي او غوښتنه کوي چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړل شي او په عملیاتو کې دې ولسي وګړي نه وژل کېږي او نه هم بې کوره کېږي.
خو حکومت تل ويلي دي چې د سيمې امنیت ته ژمن دی او هڅه کوي چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله ونه رسېږي.