په بنو کې د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کسانو د مظاهرې پر مهال پر حکومت غږ کړی چې ځنډول شوې مالي مرستې دې ورکړي.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه نېټه يوشمېر کسان د بنو په بازار کې غونډ شوي ول او د خپلو حقونو لپاره يې شعارونه ورکول. پر دې مهال نظام الدین مشال رېډيو ته وویل چې له تېرو ۱۰ مياشتو راهیسې حکومت ورته نغدې پیسې نه دې ورکړي.
هغه زیاته کړه چې حکومت له شمالي وزیرستانه د کډوالېدو پر وخت ژمنه کړې وه چې دوی ته به نغدې مرستې او د ژوند تېرولو نور اړين توکي ورکوي، خو د ده په خبره، اوس مجبوره شوي چې د مرستو لپاره سړکونو ته راووزي.
د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام مشال رېډیو ته وويل چې حکومت يې نه خپلو کورونو ته ستنوي او نه ورته له ژمنې سره سم نغدې مرستې ورکوي.
دوی دړکه ورکړه چې که مرستې ور نه کړل شوې نو په پېښور کې به احتجاج کوي.
د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) يو چارواکي احسان داوړ د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال رېډیو ته وويل چې د فنډونو د بندېدو له کبله نه شي کولای چې کډوالو ته نغدې پیسې ورکړې البته ژمنه يې وکړه چې له فنډ جاري کېدو سره سم به په خلکو کې پیسې ووېشل شي.
حکومت په شمالي وزيرستان کې څه باندې یوه لسیزه مخکې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال بې کوره شویو وزیرستانیانو ته هره مياشت د کورنۍ پر سر ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي، خو دا پيسې اکثر د ځنډ ښکار کېږي.
د بنو په بکاخېلو کیمپ او د ښار په نورو برخو کې مېشتو وزیرستانیانو په تېرو کلونو کې د مرستو د ځنډېدو له وجې په بیا بیا مظاهرې لاریونونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو مالکانو ته هم د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د زرګونو د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.
له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.
په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.