چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ مشر فصیح الله مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د سېپټېمبر په ۲۶مه رامنځ ته شوې ده. نوموړي وايي له بلوچستانه د راغلي یو مازده ګاډي برېکونو ناڅاپي کار پرېښی او په نتیجه کې یې ګاډی ګړنګ ته غورځېدلی دی. نوموړی وايي وژل شوي او ژوبل تنان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د معلوماتو له مخې کومه کورنۍ چې د ټرافیکي حادثې سره مخامخ شوې له بلوچستانه د ډېره اسماعیل خان پهاړ پور سیمې ته روانه وه. چارواکي وايي ژوبل تنان د ډېره اسماعیل خان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر نهمه د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د یوې بار وړونکې لارۍ او وړکي موټر ترمینځ په ټکر کې د ګلګت بلتستان سره تړاو لرونکي د یوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي ول چې دوه پکې مېرمنې هم وې.
د ډېره اسماعیل خان ترڅنګ د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ټرافیکي پېښې زياتره وخت د ټرافیکي قوانینو د نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.
د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.
له همدې وجې د پاکستان په مختلفو برخو کې ټرافیکي پېښې وخت په وخت خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.