د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بکاخېلو جرګې مشران وايي حکومت دې د امنیت لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي


د بکاخېلو د جرګې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور
د بکاخېلو د جرګې یوه څنډه - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور

د بنو په بکاخېلو کې د مشرانو یوې جرګې له حکومت او پوځ نه د هدفي بریدونو، ناامنۍ او سړي تښتونې د ختمولو او د امن د ټینګولو غوښتنه وکړه.

د سېپټېمبر د ۲۴مې نېټې په دې جرګه کې د بکاخېلو، جانيخېلو، شمالي وزیرستان، بنو او ډومیل ګڼو مشرانو، ځوانانو او سیاسي فعالانو ګډون وکړو.

د جرګې مشرانو وویل چې په سیمه کې ورځ تر بلې حالات خرابېږي، هدفي بریدونه کېږي، خلک تښتول کېږي او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلک د سر او مال زیانونه ویني. دوی وايي دا هرڅه باید نور ودرېږي.

د بکاخېلو یو قامي مشر قادر خان مشال راډیو ته وویل، "له حکومته مو وغوښتل چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي، که یې نه ټینګوي نو بیا به د سیمې ولسي مشران کومه پرېکړه کوي."

نوموړي دا ونه ویل چې د هغوی بله کړنلاره به څه وي؟ خو دا یې وویل چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه به یو وارې بیا د سیمې مشران یوه جرګه کې سره راټولېږي.

په بکاخېلو کې د ولسي مشرانو جرګه ـ د سېپتېمبر ۲۴مې انځور
په بکاخېلو کې د ولسي مشرانو جرګه ـ د سېپتېمبر ۲۴مې انځور

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي او پخواني صوبايي وزیر شاه محمد وزیر د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید نور د امنیت ټینګولو لپاره جدي اقدامات وکړي، "موږ ځان ته هم امن غواړو، قام ته یې هم غواړو او حکومت، پوځ او پولیسو ته یې هم غواړو. امن د حکومت ذمه واري ده او امن زموږ حق دی."

په بکاخېلو کې د ترسره شوې جرګې د غوښتنو په اړه حکومت تازه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې په سیمه کې حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد عملیات روان دي او د دغو عملیاتو پر مهال هڅه کوي چې عام ولس ته زیان ونه رسېږي.

په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو په جرګو کې پر حکومت غږ کړی دی چې امنیت دې ټینګ کړي او د وسلوالو مخه دې ونیسي. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي په سیمه کې د امنیت ټینګولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG