د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا وزيراعلی وايي افغان کډوالو ته دې د پاکستان شهريت ورکړل شي


علي امين ګنډاپور په يوه جلسه کې د وینا په حال کې - انځور له ارشیفه
علي امين ګنډاپور په يوه جلسه کې د وینا په حال کې - انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی، علي امين ګنډاپور له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د اېستلو مخالفت کړی دی او وايي‌ کډوالو ته دې شهريت ورکړل شي.

هغه د مارچ پر ۱۶مه، په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې که په پاکستان کې مېشته افغان کډوال د پاکستان شهريت غواړي، باید ورکړل شي. هغه زیاته کړه: "زموږ په مرکز کې ناست پرېکړه کوونکي خلکو کې څوک د امريکې شهريت لري او څوک د اروپا. که یې نه لري نو غواړي‌ یې. نو همداسې که دلته اوسېدونکی يو افغان د پاکستان شهريت غواړي، موږ یې باید ورکړو."

ګڼداپور وويل په افغانستان کې حالات خراب دي نو ځکه د کډوالو لېږل به د نړيوالو بشري حقونو پر ضد يو ګام وي. ګنډاپور زیاته کړه: "کله چې دوی په زور د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پيل کړي، بیا به زه ګورم چې په خيبرپښتونخوا کې مېشته افغان کډوالو په اړه له مرکزي حکومت سره څه وکړو؟ زه د دوی د اېستلو مخالف یم. داسې نه شي کېدلې چې افغان کډوال له دې ځايه واخلو او له پولې هغه غاړه یې وغورځوو. په افغانستان کې حالات سم نه دي او خلک خطر ته لېږل د انساني حقونو خلاف کار دی."

د پاکستان وفاقي حکومت تر اوسه د ګنډاپور د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښوولی. خو د کورنيوو چارو وفاقي وزارت افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی چې افغانستان ته ستانه شي. اسلام اباد وايي که داسې ونشي نو په زور به یې ولېږي.

د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) شريک، د پاکستان وفاقي حکومت اړيکې په خیبرپښتونخوا کې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ د تحريک انصاف له حکومت سره ښه نه دي. دوی دواړو په بېلابېلو وختونو کې د يو بل پر په پالیسيوو نيوکې کړې دي.

د مارچ پر ۱۶مه، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په پېښور کې قونصلر جنرل محب الله شاکر دقامي وطن پارټۍ مرکزي مشر، افتاب احمد خان شيرپاو سره هم ليده کاته وکړل او په دې اړه یې وغوښتل چي د مرکزي حکومت او پوځي چارواکو سره دا خبره راپورته کړي.

د هغه ګوند وياند طارق خان د مارچ پر ۱۷مه، مشال راډيو ته د ياد ملاقات او د شوو خبرو په اړه وويل: "زموږ مشر هم دا خبره کوو چې له کډوالو سره دې د نړيوالو قوانينو لاندې چلند وشي. دوی دې نه ځورول کېږي."

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

عبدالحميد جليلي چې په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان د قونسلګرۍ د کډوالو د څانګې پخوانی مشر دی، مشال راډيو سره په خبرو کې د خیبرپښتونخوا د وزيراعلی بیان وستایه. هغه وويل چې دا بیان د ځمکني حقایقو مطابق دی.

د یادونې ده چې پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د افغان کډوالو اېستل پيل کړي دي. اسلام اباد تر هغه راهیسې، له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي. پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG