په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو او په پاکستان کې د تورخم انتظامي چارواکو تر پرېکړې وروسته دوه مال لېږدوونکي ګاډي په وره اوښتي او افغانستان ته تللي دي.
دا تر هغې وروسته ده چې د دواړو خواوو چارواکو وویل چې د تورخم دروازه تر شاوخوا یوې میاشتې پورې تر تړل کېدو وروسته د مارچ پر ۱۹مه بیا پرانیستل شوه.
په تورخم کې د کسټمز یا ګمرکي چارو یو افسر صدیق اکبر د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته تایید کړه چې د پېښور پر وخت مازیګر څلور نیمې بجې یې د دوو مال لېږدوونکو ګاډو چارې بشپړې کړې او هغه په وره واوښتل.
په همدې حال کې په جمرود ټرمینل کې درېدلو ګاډو هم د تورخم پر لوري حرکت پیل کړی او چارواکي وايي چې په نوبت به یې چارې ترسره کوي او بیا به د افغانستان پر لوري خوځېږي.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي وياند قاضي ملا عادل په يو ويډيويي بیان کې وويل چې له پاکستان سره پرېکړه شوې چې د مارچ پر ۱۹مه پر هغه لاره تجارتي مالونه او ناروغان تللی شي او د مارچ له ۲۱مې څخه به ور د ټولو مساپرو د تګ راتګ لپاره خلاص وي.
بلخوا په تورخم کې د پاکستان يو انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر ۱۹مه د دواړوو خواوو د چارواکو ترمينځ تر برياليو مذاکراتو وروسته د تورخم دروازې د خلاصېدو پرېکړه وشوه.
نوموړي زياته کړه چې په تورخم کې د امیګرېشن (مهاجرت) او ګمرکي چارو دفترونو د بیا فعالولو تیاری روان دی. د هغه په وينا، په لومړۍ مرحله کې ناروغانو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته واوړي او ورپسې به نور وګړي او ګاډو ته هم د اوښتو اجازه ورکړي.
د پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
د مارچ پر نهمه او ۱۷مه د دواړوو خواوو د ولسي مشرانو او سوداګرو ترمينځ مذاکرات هم شوي ول او هغوی خپلې سپارښتنې له اړونده چارواکو سره شريکې کړې، البته د مارچ پر ۱۹مه د دواړو خواوو د حکومتي چارواکو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته د لارې د پرانیستو پرېکړه وشوه.
په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ پر شپږمه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره ليدلي ول او ورڅخه یې د خبرو له لارې د ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د مارچ پر شپږمه د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې په مذاکراتو دې مسله حل کړي.
بلخوا په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي ګڼ ګاډي ولاړ دي او ډرېورانو يې شکايت کاوه چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه وو چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم لاره بنده شوه. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.