د خيبر پښتونخوا انتظامي چارواکو د بر جنوبي وزیرستان او ټانک په یوشمېر سیمو کې د مارچ پر ۱۹مه ګرځبندیز یا کرفیو لګولې ده.
د بر جنوبي وزیرستان او ټانک انتظامي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په خپرو شويو اعلاميو کې ویلي چې ګرځبنديز د مارچ پر ۱۹مه د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې دی.
د بر جنوبي وزيرستان انتظامي مشر امجد معراج ويلي چې د عزیز اباد سیمې له سړک څخه تر سروېکۍ-جنډوله سړک، له سپين جوماته تر اسمان منزه لدې مکین سړک او له بي بي رغزۍ سړکه تر جنډولې به ګرځبنديز وي.
بلخوا د ټانک انتظامي مشر محمد شعيب ويلي چې د مارچ پر ۱۹مه د ټانک ضلعې له کوړ کلا سیمې څخه تر منزۍ خرګي او کړي وام او جنډولې سیمې پورې پر هم هغه وخت ګرځبندیز وي او د ډبرې سیمې بازار به هم بند وي.
د اعلامیې له مخې، د ټانک ضلعې کوړ کلا سیمې څخه تر ګومل ګردوي او بیا تر واڼه سړک به لارې د خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره خلاصې وي.
انتظامي مشرانو زیاته کړې چې یو ورځنی ګرځبنديز یې د امنیت په موخه اعلان کړی دی.
خو د سیمې ځينو اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل، د ګرځبنديز له امله یې مشکلات زیات شوي دي او باید حکومت د امنیت لپاره نور اقدامات پورته کړي.
د بر جنوبي وزیرستان مکین سیمې د تاجرانو اتحادیې مشر ملک ریاض مسید مشال راډیو ته وویل چې پوځ د مارچ پر ۱۸مه هم په مکین او لدا سیمو کې "غیر اعلانیه" ګرځبندیز لګولی وو او د مارچ پر ۱۹مه هم ځايي انتظامیې په هغه سیمه کې د ګرځبندیز اعلان کړی دی چې له امله یې د روژې په میاشت کې اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
تر دې وړاندې، ځايي چارواکو د مارچ پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې هم ګرځبنديز لګولی وو چې له امله یې د ټولې ضلعې سړکونه تړلي ول او د خلکو تګ راتګ بند وو.
په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال تر "ضرب عضب" پوځي عملیاتو وروسته په وروستيو کې د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوې ده.
پوځي چارواکي وايي چې دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.