د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسلوال برید، ۱ پولیس سرتېری وژل شوی بل ژوبل دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پولیسو او ځايي خلکو په وینا د مارچ پر ۱۷مه وسلوالو په بنو کې يو پوليس سرتېری په ډزو وژلی او بل يې ژوبل کړی دی.

بلخوا هم دې نېټه په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) په يوې کارروايۍ کې دوه وسلوال او يو عام وګړی وژل شوي دي.

د بنو پولیسو په خپل تازه بيان کې ويلي چې وسلوالو پولیس سرتیری په شېندي اډه کې هغه مهال په ډزو وواژه چې هغه ډيوټۍ ته پر لاره وو.

د هغه پوليس سرتيري جناره په بنو پولیس لاینز کې وشوه چې ورته د ځايي پوليس چارواکو ترڅنګ د ضلعي انتظاميې افسران هم ورغلي ول.

په بيان کې زياته شوې چې وروسته سي ټي ډي پولیسو د بنو په باران پل سیمه کې د وسلوالو پرضد کار روايي وکړه او دوه يې ورڅخه ووژل. پوليسو نه دي ويلي چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې ول.

ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د پولیسو د کاروايۍ پر مهال يو عام ځايي کس په ډز ولګېد او ووژل شو.

د پوليسو په بيان کې زياته شوې چې درېيمه پېښه د بنو په هوېد سیمه کې شوې، چيرته چې وسلوالو د سي ټي ډي پولیسو پر يوه سرتيري ډزې کړي او هغه يې ژوبل کړی دی.

وسلوالو په تېرو دوو ورځو کې د بنو پر پولیسو شپږ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيمې پوځي او پوليس افسران وايي، د وسلوالو پر ضد يې ګډ هدفي عمليات روان دي.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۵مه په لکي مروت او بنو کې پر پولیسو بریدونه شوي ول چې پکې مرګژوبله رامنځ ته شوې وه.

د پولیسو په وینا په لکي مروت کې په ریموټ بم چاودنه کې د هغوی دوه سرتېري ژوبل شوي وو.

د لکي مروت د پولیسو ویاند په وینا د مارچ پر ۱۵مه د پولیسو د موټر سره په خوا کې د ریموټ بم په چاودنه کې د هغوی دوه سرتېري ژوبل شوي وو خو په ځوابي برید کې یو وسلوال هم وژل شوی وو.

د هغو بریدونو ذمه واري چا نه وه قبوله کړې.

په وروستيو درو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې، چې د بریدونو شمېرې غونډوي، په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي دي. په هغو بریدونو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول.

د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو ډلو منلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړی دی. اسلام اباد مېشتې هغې ادارې په راپور کې راغلي‌ چې امنيتي ځواکونو په فبرورۍ کې ۱۶۶ مشکوک وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG