د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوزه کورمه کې د مشکوکه وسلوالو خلاف د لټون عملیات پیل شوي دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خيبر پښتونخوا د کورمې په يوشمېر سيمو کې د مارچ پر ۲۱مه د وسلوالو خلاف د لټون عمليات پيل شوي دي.

په کوزه کورمه کې يو پولیس چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په رسنېو خپور شي، مشال ریډیو ته وويل چې د چارخیلو، ډډکمر، اوچت، مندریو او بګن په سيمو کې د وسلوالو ضد دا عمليات پوځ، ملېشه او پوليس سرتيري په ګډه ترسره کوي.

پوليس چارواکي ادعا کوي چې د لټون د عملياتو پرمهال يې هغه اووه کسان هم نيولي دي چې په ۱۷مه فبرورۍ د ګاډو پر قافلې د ترسره شوي بريد ضد په اېف ای ار کې نامزد شوي وو.

د چارواکو په وینا په بګن کې د غره په څوکو د موجودو وسلوالو خلاف د توپخانې استعمال هم شوی دی خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوړېدلې.

پوليس چارواکي زياتوي چې د عملياتو له کبله شاو خوا ۹۵۰ کورنيو خپل کورونه پريښودې دي.

د کورمې د لارو بندیدو له وجې په پېښور کې پر ایسارو کورميوالو څه تيرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) یو چارواکي شاه دراز وزیر د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه بې کوره شوي خلک سرکاري کیمپونو ته نه دي ورغلي. ده زیاته کړه چې په ټل او هنګو کې یې کیمپونه جوړ کړي دي او تر ۱۰۰۰ پورې د کورنیو ته یې د اسانتیاوو ورکولو بشپړ تیاری کړی دی.

د مندوریو سیمې د بې ځایه شویو خلکو یو مشر کوثر عالم اورکزي د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، وتېزیو قبایلو په دې شرط خپل کورونه پرېښي چې د عملیاتو پر مهال به یې کورونه نه ړنګول کېږي او بله دا چې امنیتي سرتېري به دا عملیات په څو ورځو کې ختموي او بې ځایه شوي خلک به زر خپلو مېنو ته ستنوي.

له بګن سیمې بې ځایه شوي یو تن محمد ابراهیم د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا دوی کډو کولو ته اړویستل شول نو په داسې کې یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شوی دی.

ایا د کورمې جګړې فرقه ييزې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:53 0:00

په کورمه کې د فېبرورۍ په ۱۷ مه د مال لیږدونکو ګاډو پر قافلې تر برید پس د وسله والو پر ضد د عملیاتو پريکړه وشوه. د هغه پېښې مقدمه پر ۵۷ کسانو درج شوې چې په کې د پولیسو په خبره، تر شلو زیات تنان یې نېولي دي او د نورو لپاره يې لټونې عملیات پيل کړي دي. په یاده پېښه کې د پينځه امنيتي سرتيرو او دوو وسله والو په ګډون نهه کسان وژل شوي او شل نور ژوبل وو.

په کورمه کې د ناامنۍ له وجې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې لارې تړلې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG