د سیمې خلکو د سېپټېمبر پر ۲۷ په بر اورکزیو کې د جرګې په مهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې په هدفي وژنو کې ککړ کسان ونیسي او د سیمې امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر خالد عمران په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی له احتجاج کوونکو سره په خبرې کوي او د انصاف ډاډ ورکوي.
د کورمې د صحت محکمې چارواکو، ځايي قبایلي مشرانو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې د سېپټمبر تر ۲۷مې ناوخته لږ تر لږه ۱۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.
د صوابۍ ضلعې د پولیسو مشر هارون الرشید تر پېښې وروسته رسنیو ته وویل په ګودام کې هغه بارود ایښي ول چې پولیسو د بېلا بېلو کاروایانو پر مهال نیولي ول او په اړه یې مقدمې روانې وې، نو ځکه یې ضایع کړي نه ول.
يوشمېر مشرانو جرګې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې تجارتي لارې پرانیستې وساتل شي ځکه چې د قبایلو د اقتصادي ودې لپاره تر دې بله "غوره لاره" نه شته.
ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دواړه خواوې د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي چې پکې خلکو ته د ځاني ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او څاروي هم لګېدلي دي.
د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د اتحاديې مشر ډاکټر اسفندیار خان وویل چې په دې لړ کې یې څو ځله له حکومت سره مذاکرات کړي خو بریالي شوي نه دي. نوموړی زیاتوي چې حکومت د میډیکل کالجونو په فیسونو کې ۳۰۰ فیصده اضافه کړې ده.
نور وښیئ