د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انغر کلي خلک وايي، امنیتي ځواکونو یو تن وژلی او پنځه یې ټپي کړي دي


د انغر کلي خلک د میرامشا پریس کلب مخې ته د احتجاج پرمهال.
د انغر کلي خلک د میرامشا پریس کلب مخې ته د احتجاج پرمهال.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د انغر کلي خلک وايي، امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې کړې دي چې له کبله یې د دوی په وینا یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپي شوي دي.

دې خلکو په یاده پېښه کې د وژل شوي تن مړی د سېپټمبر پر ۲۸مه د میرامشا پریس کلب مخې ته ایښې او احتجاج یې کړی دی.

دوی وايي، هلته د دوو قبیلو ترمنځ د مځکې پر سر شخړه ده او یو د بل پرضد مورچو ته ختلي خو لا یې یو پر بل څه برید نه دی کړی.

دوی تور پورې کوي چې ملېشه ځواک د سېپټمبر پر ۲۷مه پر دې مهال ډزې کړې دي او د دوی د کلي یو تن یې وژلی او پنځه نور یې ټپي کړي دي.

د دوی په ادعا، "ملېشه ځواک د ډزو په کولو سره هڅه کړې چې د دې دوو قبیلو ترمنځ جګړه پيل کړي."

د سیمې خلکو هلته یو کس نیولې وو او بیا یې پر ټولنیزو رسنیو د هغه ویډیو هم خپره کړې وه. دوی وايي چې په درو موټرو کې هلته کسان ورغلي وو او بیا یې ډزې کړې وې.

د انغر کلي اوسیدونکې ملک اواز خان مشال راډیو ته وویل چې پریس کلب مخې ته تر هغه وخته احتجاج کوي چې انصاف نه وي ورکړل شوی.

ده وویل، " موږ پرامنه ناست یو، مړی مو پر سړک ایښی دی، انصاف غواړو، د ځمکې پر سر لانجه ده، موږ دوې قبیلې یو د بل پرضد ټوپک په لاس، تیار ناست یو، خو ډز مو نه دی کړی."

د انغر یو بل اوسیدونکي شیر محمد مشال راډیو ته وویل چې "حکومت د دې قبیلو ترمنځ د شخړې هوارولو پر ځای د دوی ترمنځ د جګړې پیلولو هڅه کوي."

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر خالد عمران په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی له احتجاج کوونکو سره خبرې کوي او د انصاف ډاډ ورکوي.

خو نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې ایا د انغر کلي د خلکو له خوا پورې شوي تورونه پر ځای دي‌ او که څنګه؟

د خیبر پښتتونخوا د یو شمېر سیمو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په بېلا بېلو برخو کې د قبیلو ترمنځ د مځکې ملکیت پر سره له اوږدې مودې راهیسې شخړې روانې دي.

دا خلک تور پورې کوي چې حکومتي ادارې په ارادي توګه د خلکو ترمنځ دا مسلې نه هواروي خو حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې دوی له هره پلوه په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG