د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ۶۰۰۰ ډاکټران ولې بې‌ روزګاره دي؟


په پاکستان کې د ځوانو ډاکټرانو د احتجاج پخوانی انځور.
په پاکستان کې د ځوانو ډاکټرانو د احتجاج پخوانی انځور.

د ینګ ډاکټرز اسوسي اېشن په نوم د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو اتحاديه وايي چې دا مهال د هغې صوبې د روغتیا څانګه له لوی بحران سره مخامخ ده او ۶۰۰۰ ډاکټران روزګارونه نه لري.

د سېپټېمبر پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر اسفندیار خان وویل چې په دې لړ کې یې څو ځله له حکومت سره مذاکرات کړي خو بریالي شوي نه دي. نوموړی زیاتوي چې حکومت د طب کالجونو په فیسونو کې ۳۰۰ فیصده اضافه کړې ده.

هغه وویل "له تېرو اووه، اته کلونو راهیسې حکومت د پبلک سروس کمېشن له لارې پر ملازمتونو بندیز لګولی دی او علت یې دا ښوولی دی چې پانګه ورسره نه شته او موږ تنخاګانې او پینشن نه‌ شو ورکولی. دوی د اېم ټي ای نظام راوست، بیا یې د اصلاحاتو په نامه بل نظام معرفي کړ، خو حقیقت دا دی چې په لوی شمېر کې ډاکټران بهرنیو هېوادونو ته روان دي."

په داسې حال کې چې د صوبې د کلیوالو سیمو د صحت مرکزونه او هسپتالونه ډاکټرانو ته اړتیا لري، حکومت ولې خالي څوکۍ نه ډکوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې یو مشر ډاکټر عامر تاج خان وايي چې حکومت د اصلاحاتو په نامه د روغتیا څانګه له ګډوډۍ او بد انتظامۍ سره مخامخ کړې ده.

نوموړي د ډاکټرانو د بې‌ روزګارۍ په اړه وویل چې په پاکستان کې دننه او بهر ګڼ‌ ډاکټران له پوهنتونونو څخه سندونه راوړي خو د هغوی د ملازمتونو لپاره څه میکانیزم نه شته.

هغه زياتوي "دويمه خبره دا ده چې پبلک سروس کمېشن د نويو ډاکټرانو په ګومارلو کې ډېر وخت اخلي. درېيمه خبره دا ده چې په هغو سیمو کې چې امنیت خراب دی، هلته ډاکټران نه‌ ځې."

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو سازمان وايي ۶۰۰۰ ډاکتران يې بې روزګاره دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

خو د خیبر پښتونخوا حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې په عارضي بنیادونو یې ډاکټرانو ته د ملازمتونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د روغتیا لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير د سلاکار د دفتر یو چارواکي احتشام علي وویل چې حکومت دومره پانګه نه لري چې هر کال په زرګونو ډاکټرانو او نرسانو ته نوکرۍ ورکړي.

هغه مشال راډیو ته وویل"چې کوم د ضلعو او تحصیلیونو په کچه هسپتالونه دي، د هغې لپاره په عارضي بنیادونو ۱۵۰۰ ډاکټران ګومارو او اصلاحات مو په کې روان کړي دي. همدارنګه زموږ سره په ضلعو کې د مېډیکل کنسلټنټانو ۶۰۲ چوکۍ خالي پرتې دي نو په دې اړه مو پبلک سروس کمېشن ته سپارښتنه کړې ده. له دې علاوه په ۱۰ ضلعو کې ۲۶۶ د روغتیاپالان او ډاکټران ګومارو. تر کومه چې په میډیکل کالجونو کې د فیسونو خبره ده، په دې اړه مو د لوړو زدکړو کمېشن ته خواست کړی چې فیسونه کم وساتي، خو دا واک له هغوی سره دی چې څه پرېکړه کوي."

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې د خپلو غوښتنو په حق کې د سېپټېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې احتجاجي مظاهرې هم کړې دي او دړکه یې ورکړې چې که غوښتنې یې نه منل کېږي نو په ټوله صوبه کې به احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG