د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیصل کريم کونډی: له افغانستان سره د تجارتي لارو خلاصېدل به سيمه ييزې سوداګرۍ ته ګټه ورسوي


فیصل کريم کونډي ويلي چې تر انضمام وروسته هم قبايلي سيمو ته په وسایلو کې برخه نه ده ورکړل شوې. پخوانی انځور
فیصل کريم کونډي ويلي چې تر انضمام وروسته هم قبايلي سيمو ته په وسایلو کې برخه نه ده ورکړل شوې. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي له افغانستانه سره د اوو لوېدیزو لارو د پرانیستلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس (اې پي پي) خبر ورکړی چې د نومبر پر شپږمه په پیښور کې د ملي دفاع پوهنتون له يوه پلاوې سره د لیدو پر مهال کونډي وويل چې د لارو پرانيستل به د مينځنۍ اسیا د دهلېز له لارې سیمه ییز تجارت او اړیکو ته وده ورکړي.

د پلاوي غړیو له ګورنره په خيبر پښتونخوا کې د ضم شویو قبايلي ضلعو د وضعيت، لوړو زدکړو، طبيعي زېرمو او نورو مهمو چارو په اړه پوښتنې وکړې.

فیصل کريم کونډي له افغانستان سره د نېږدېوالي له امله د خيبرپښتونخوا د ځانګړي موقعیت ارزښت په ګوته کړ او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې ښه والی راولي، بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیت ته هم وده ورکړي چې مينځنۍ اسیا ته به يې هم اقتصادي ګټه ورسېږي.

کونډي وویل، که څه هم قبایلي سیمې په خيبر پښتونخوا ورګډې کړل شوې دي، خو لاهم ورته په وسایلو کې خپله برخه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د تشدد، ناامنیو او د پاکستاني حکومت لخوا پر دوه اړخيزه تجارت او تګ راتګ د نوو شرطونو او محدويتونو لګېدو له کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت او ولسي راشه درشه سخته اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي او دريځ يې درلود چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی چې له کبله يې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه کړي دي.

په چمن کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبرله ۲۳مې راهيسې پرلت روان دی خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې لا نه دې منلي.

XS
SM
MD
LG