د خیبر پښتونخوا بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
د نومبر پر ۲۳مه د جرګې مشرانو وویل چې هغه کسان "بې ګناه" دي نو ځکه یې په بند کې ساتل ناسم دي.
د جرګې مشرانو دا هم وويل چې په دې لړ کې يې له امنيتي چارواکو سره لیدلي، خو لا کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.
امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.
د ځونیخېلو يو مشر ملک بلقياز خان د جرګې ګډونوالو ته په وينا کې وويل چې باید امنيتي ځواکونه او وسلوال د يو بل خلاف په عملياتو کې ولسي وګړي و نه ځوروي.
د جرګې ګډونوالو زياته کړه چې ناامنۍ تر ټولو زيات عام ولس ځپلي دي نو حکومت دې د امنیت لپاره کوټلي اقدامات وکړي.
د بنو په جانيخېلو کې تر دې مخکې هم د ورته پېښو او ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه شوي دي. په هغه وخت کې امنيتي او ځايي ادارو د امنيت ټينګ ساتلو ژمنې کړې وې.
البته اوس امنیتي او انتظامي چارواکو د بنو ځونیخېلو د جرګې د تازه غوښتنو په اړه له مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاه شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.
د نومبر پر ۱۹ سهار وختي نامعلومو وسلوالو د ځونیخېلو يو نامتو مشر ملک شودي خان په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي ول.
د بنو ځايي ولس روانه میاشت مشال راډيو ته ويلي ول چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او په خلکو کې "تالاشۍ" کوي.
په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وهلی وو. تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.