د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې درې کسان په هدفي بريد کې وژل شوي


په وژل شویو کسانو کې یوه په میرلي بازار کې د زرګرۍ دوکان کاوه او دوه نور يې ملګري ول ــ انځور له ارشيفه
په وژل شویو کسانو کې یوه په میرلي بازار کې د زرګرۍ دوکان کاوه او دوه نور يې ملګري ول ــ انځور له ارشيفه

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې د درو کسانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې جسدونه یې په مردکیو لګېدلي دي.

د پولیسو په وینا، د وژل شويو کسانو جسدونه تېره شپه ناوخته (د نومبر پر ۲۸مه) د میرلي په یوه کرونده کې موندل شوي دي.

د میرلي د تاڼې یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال راډیو ته یې وویل چې "نامعلومو وسلوالو" د شپې یو زرګر او د هغه دوه نور ملګري په دوکان کې له خوبه پاڅولي او له ځان سره بېولي چې بيا وروسته يې په ډزو وژلي دي.

د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوی زرګر رحمت خان نومېږي او دوه نور ملګري یې هارون او دلبر شاه دي چې درې واړه د بنو اوسېدونکي دي.

شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:05 0:00

ځايي خلک وايي، رحمت خان له ډېرو کلونو راهیسې په میرلي کې له ګلان جومات سره نېږدې د سرو زرو د پلور دوکان درلود.

د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل، د رحمت خان او د هغه د ملګرو د وژلو په تړاو یې د نامعلومو کسانو خلاف مقدمه درج کړې ده او د هغوی پلټنې روانې دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د پېښې تر شا څوک لاس لري او هېڅ وسلوالې ډلې هم د برید مسوولیت نه دی قبول کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (د نومبر پر ۲۸مه) ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د اوربند د ختمولو اعلان کړی وو او په یوه بیان کې یې ویلي وو چې خپلو ملګرو ته یې په مختلفو سیمو کې د بریدونو کولو امر کړی وو.

د مشال راډیو د راټولو شويو شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې تر دې وړاندې د هدفي وژنو ۴۴ پېښې تر سره شوي چې پکې تر ۶۰ پورې ځايي مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان، امنیتي سرتېري او مېرمنې وژل شوې دي.

د شمالي وزیرستان خلکو په وار وار د جرګو او پرلتونو له لارې له حکومته غوښتنه کړېده چې د هدفي بریدونو او د بدامنۍ د نورو پېښو مخنیوی دې وکړي.

د شمالي وزیرستان د میرلي په عیدکو کې د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې د هدفي وژنو پرضد اتمانزیو احتجاجي پرلت پیل کړی وو چې وروسته په نومبر میاشت کې د حکومت او پرلتوالو ترمينځ مذاکرات وشول. په مذاکراتو کې د اتمانزو مشر ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه خبريالانو ته وويل چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلې دي.

بل لوري ته حکومت او پولیس هم په وار وار ویلي چې د سیمې د امنیت ښه کولو ته ژمن دي او د وسله والو خلاف یې ځانګړي عملیات دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د نومبر پر ۲۵مه د پولیسو د یو ځانګړي ځواک "ایګل سکواډ" پرانیسته هم وشوه. د سیمې د پولیسو مشر فرحان خان د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویلي وو چې د دې ځواک جوړولو مقصد د بېلا بېلو جرمونو لکه هدفي وژنو، غلا، سړي تښتونو او د نورو هغو مخنیوی کول او ولس ته په سمدستي توګه مرسته رسول دي.

دا تر هغې وروسته ده چې په تېرو څو میاشتو کې داسې راپورونه راغلي ول چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان یو وار بیا سر پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG