د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د تعلیمي چارو کمېټي: د سلګونو ښوونځیو بیارغونې کار روان دی


د خیبر قبایلي ضلعې د یو سکول زده کوونکي په یو غونډه کې شریک دي. (عکس: له ارشیفه)
د خیبر قبایلي ضلعې د یو سکول زده کوونکي په یو غونډه کې شریک دي. (عکس: له ارشیفه)

چارواکو د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ابتدايي او ثانوي تعلیمي چارو کمېټۍ ته ویلي دي چې له ۲۰۱۳ز کاله تر ۲۰۱۸ز پورې په صوبه کې ۲،۸۰۵ سکولونه بیا ودان شوي او د ۵۷۱ د بیارغونې کار روان دی.

د ابتداي او ثانوي تعلیم د قایمه کمېټۍ غونډه د نومبر په ۲۴ مه په پېښور کې د واکمن تحریک انصاف د اسمبلۍ د غړي پښتونیار خان په مشرۍ کې وشوه چې پکې د تعلیم وزارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د مخالفو ګوندونو غړو هم برخه واخیسته.

کمېټۍ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره روانو هلو ځلو ته کتنه کړې او په کوز دیر کې یې د تعلیمي ادارو د ستونزو د هواري لپاره د اسمبلۍ د غړي نصیر الله خان په مشرۍ یوه ذیلي کمېټۍ هم جوړه کړې ده.

نصیر الله خان د نومبر پر ۲۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د ړنګو شویو سکولونو په بیا ودانۍ کار روان دی. "په دیر کې به له خیره موږ هغه سکولونه ګورو چې کچه یې لوړه شوې ده. دا به هم ګورو چې په سکولونو کې د داخلو ماشومانو شمېر څومره دی؟ موږ به بیا خپل رپورټ قایمه کمېټۍ، د تعلیم سېکرټري او وزیر ته وړاندې کوو او بیا به ورته سپارښتنه کوو چې د دې سکولونو په اړه څه پرېکړه وکړي."

نوموړي وویل، هڅه کوي چې په هره سیمه او ګاونډ کې سکولونه بحال شي.


د کمېټۍ غړو سردار حسین بابک، فهیم احمد، میرکلام وزیر، میا نثار ګل، شګفتې ملک، عبدالاسلام اپرېدي او صاحبزاده ثنا الله په غونډه کې په قبایلي ضلعو کې د سکولونو د څار د ادارې پر کارکردګۍ نیوکې وکړې.

دوی زیاته کړه چې په هغو سیمو کې ډېر سکولونه د استادانو او بنیادي اسانتیاوو د کمي ښکار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تعلیم په اړه د یو څېړنیزې ادارې د چارواکي عمر اورکزي په وینا، په خیبر پښتونخوا کې اوس هم ۳۷ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. "۱۰ لکه ماشومان د قبایلي ضلعو دي او ۲۷ لکه د خیبر پښتونخوا د پاتې ضلعو دي،‌ له موږ سره د استادانو او سکولونو ډېر کمی دی او په قبایلي ضلعو کې خو اته فیصده نجونه د زده کړو لړۍ دروي."

عمر اورکزي د دې حالت د لاملونو په اړه وویل، ستونزه دا ده چې اصلاحات کېږي خو عملي کېږي نه.

د خیبر پښتونخوا حکومت په داسې حال کې د تعلیمي اصلاحاتو خبره کوي چې په صوبه کې د سکولونو استادانو وخت په وخت د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د سکولونو د اتحادیې یو مشر رحمان الله وايي چې حکومت خپلې هڅې کوي خو د تعلیم لپاره تر نور هر څه ډېرو پیسو ورکولو ته اړتیا ده. "د ښه تعلیم لپاره د پرایمري سکولونو په کچه باید شپږ استادان وي خو که هغه نه وي نو په اکثرو سکولونو کې یو یا دوه استادان دغه ذمه واري پوره کوي."

د ده په وینا، حکومت خپل کوشش کوي چې سکولونو ته د نصاب کتابونه په وخت ورسي خو د ده په خبره، ستونزه د دې د وېش په طریقه کار کې ده. "کله کله داسې وشي چې د یو مضمون کتابونه په لوی شمېر کې موجود وي خو د بل مضمون یو کتاب هم نه وي نو په دې زده کړې اغېزمنېږي. باید دې خبرې ته پام وشي."

د ابتدايي او ثانوي تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ د غړو په وینا، په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د زده کوونکو لپاره د وظیفو یا سکالرشپېپونو پر یو پروګرام هم کار کوي.

XS
SM
MD
LG