دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې په پام کې نیول شوې دي. د باجوړ د ولسي پاڅون یو منتظم مولانا خانزېب د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال رېډیو ته وویل، د باجوړ ولس نور پر خپله خاوره نا امني نه شي زغملی.
په ټل کې د برېښنا د ادارې یو چارواکي منظور خان د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په دې وخت کې د ټولو سیمو نه د بجلۍ غوښتنه دومره ډېره ده چې ور رسول یې ناشونې دي
تیرا دره له پېښوره په نږدې ۱۰۰ کیلومیټره واټن کې پرته ده. دا یوه غرییزه او ځنګل لرونکې سیمه ده. د یادې درې پولې اورکزو، کورمې او ننګرهار سره لګېږي او دغلته هر کال زیاته اندازه واورې ورېږي.
وزیرستانیو کډوالو ګواښ وکړ، که چیرې يې غږ وانه وریدل شي، نو دوی به د اعتراض په توګه د پرلت خیمې ودروي او په لاریونونه به لاس پورې کړي.
دې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې داسې دې نه کوي ځکه چې په دې سره دوی ته اصلي پېښو ته په رسېدو کې ستونزې پيدا کيږي.
د باجوړ د ولسي پاڅون په تیره غونډه کې هم د خرکنو د کلي د ځمکو یادونه شوې وه. په ناوګۍ کې شوې غونډې غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د کروندګرو پر کرنیزه ځمکه سرکاري ودانۍ نه جوړوي.
نور وښیئ