په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي او سرحدي چارو کمېټۍ پخوانی مشر اقبال اپرېدی د جرګې غوښتنې بې ځایه بولي. هغه د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پخواني نظام کې ټول واک له پولېټيکل اېجنټ سره وو.