د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په غور کې د ۱۴ شیعه ګانو د وژونکې ډلې د ختمولو دعوه کړې ده


د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری په کابل کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری په کابل کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه کړې چې تېره میاشت یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه شپې مهال پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي یې دي چې د "فتنه ګرو یو ګروپ" یې ختم کړی دی.

د طالبانو حکومتي ویاند ویلي دي چې "ځانګړو ځواکونو" یې د هغو مشکوکو وسلوالو پرضد له "تېرې یوې اونۍ" راهیسې عملیات پیل کړي ول.

دی وايي، د طالبانو سرتېرو د اکتوبر پر ۲۰مه د غور په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.

مجاهد په بیان کې دعوه کړې چې د هغې ډلې وسلوالو "خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول."

نوموړي ویلي چې د طالبانو د حکومت ځواکونو د هغې وسلوالې ډلې "یوشمېر" نور غړي هم "لوچستان ته د تېښتې په حال کې په لاره" نیولي دي.

مجاهد زیاته کړې چې د وسلوالو هغه ډله له غور پرته په "کابل او بامیانو" کې هم په حملو کې ککړه وه.

د طالبانو ویاند دا نه ده په ډاګه کړې چې په ډله کې شامل ټول څومره کسان نیول شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه په وسلوال برید کې د هزاره مېشتي ولایت دایکنډي لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل او شپږ ژوبل شول.

د سیمې اوسېدونکو او خبري اژانسونو هغه مهال ویلي ول چې هغه کسان د غور ولایت مرکز فېروزکوه ته پر لاره ول چې هلته د عراق له کربلا څخه ورغلیو زایرینو ته هرکلی ووايي، خو پټو ناستو وسلوالو ورباندې برید وکړ.

هر کال ګڼ هزاره شیعه ګان د زیارت او دیني مراسمو لپاره له افغانستانه عراق ته ځي.

د برید مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلی وو.

پر شیعه ګانو هغې حملې د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي ول.

طالبان له تېرو څه باندې درو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي او په هېواد کې د امنیت او د داعش ډلې د ختمولو دعوې کوي، خو هغه ډله وخت په وخت په حملو کې هزاره ګان په نخښه کوي.

د سېپټېمبر پر دویمه د کابل ښار په شپږمه حوزه کې په ځانمرګي برید کې شپږ کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه د کابل په دشت برچي کې چاودنې یو تن وژلی او بل یې ژوبل کړی وو. دشت برچي هم هغه سیمه ده چې زیاتره پکې هزاره توکمه شیعه ګان اوسي. د هغه برید ذمه واري هم د داعش خراسان څانګې منلې وه.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ګڼ شیعه ګان اوسي چې زیاتره یې هزاره ګان دي. د شیعه وګړو ډېری وګړي په کابل، هرات، بامیان، دایکنډي، او مزار شریف ولایتونو کې مېشت دي.

د داعش خراسان څانګې له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په کابل، مزار شریف، بامیان او دایکنډي کې پر هزاره ګانو حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG