بلخوا پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیسو په وروستیو کې په بیا بیا ویلي دي چې په سوات کې د وسلوالو د بیا فعالېدو د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. د صوبې د پولیسو مشر معظم جاه انصاري په اکتوبر کې په سیدو شریف کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د سوات امنیتي وضعیت به په دوو میاشتو کې عادي شي.