د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر عبادالله: بلوچستان کې تښتول شوي کان کیندونکي خوشې شوي


د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې وخت پر وخت په کانونو کې پېښې کېږي - پخوانی انځور
د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې وخت پر وخت په کانونو کې پېښې کېږي - پخوانی انځور

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شانګلې استازي ډاکټر عباد الله خان ويلي چې په بلوچستان کې تښتول شوي پینځه کان کیندونکي خوشې شوي دي.

نوموړي د نومبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دغه کان کندونکي د ځايي قبيلو په مرسته د خبرو اترو له لارې خوشې شوي دي. "موږ د ځايي جرګو په ذریعه دا کسان راخوشې کړل، اوس دوی له ماسره دي او نن به یې کلي ته بیایم."

ډاکټر عباد الله خان دا په ډاګه نه کړه چې کان کيندونکي چا تښتولي ول او چا ورسپارلي دي، او تر اوسه د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو د نومبر پر ۱۳مه د بلوچستان چارواکو ويلي ول چې دا کان کېدونکي چې پکې څلور د شانګلې اوسېدونکي ول د بلوچستان له مچ سيمې څخه وسلوالو تښتولي ول.

په مچ کې د کان کیندونکو د اتحادیې مشر اقبال یوسفزي مشال رېډیو د نومبر پر ۱۳مه د دې کسانو شمېر شپږ ښوولی وو چې په وينا يې، ټول پښتانه دي. په دې کې څلور د خیبر پښتونخوا د شانګلې، یو د مچ او بل د افغانستان دی.

اورکزیو کان کېدونکي مړه شوي

بلخوا د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د قبايلي ضلعې اورکزیو په شېخانو سيمه کې د کويلې یا سکرو په کان کې دوه کان کیندونکي مړه شوي دي.

د کان کیندونکو د اتحاديې يو مخکښ عابد يار د نومبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې هغه کسان په کان کې د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي. د نومبر پر ۲۷مه په شوې پېښه کې وژل شوي دواړه کسان د شانګلې اوسېدونکي دي.

بلخوا د کان کیندونکو د اتحاديې مشر علي باش خان د نومبر پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې د کويلې په کانونو کې دا رنګه پېښې نه يوازې د ټېکېدارانو بلکې اړونده سرکاري چارواکو د لاپرواهۍ له امله پېښېږي.

د ده په وينا، چارواکي او د کانونو مالکان بايد د کان کیندونکيو د خونديتوب لپاره پر حفاظتي تدابیرو عمل باوري کړي.

د کانونو د معاینې د حکومتي ادارې افسر فضل رازق د نومبر پر ۲۸مه، مشال رېډيو ته وويل چې د پېښې د ځای کتنه به کوي او د ذمه وارو چارواکو او کسانو پرضد به کاروايي کوي.

په کانونو کې پېښې زیاتره په بلوچستان کې کېږي چې پکې زیاتره وژل شوي او ژوبل د خیبر پښتونخوا د شانګلې سيمې وي.

XS
SM
MD
LG