د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په رسنيو کې ولې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان ناامنيو ته "پوښښ" نه ورکول کېږي؟


په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد ګڼ احتجاجونه، لاريونونه او پرلتونه وشول خو د پاکستان مرکزي رسنيو خاص پوښښ ورنکړ ــ انځور له ارشيفه
په دا وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد ګڼ احتجاجونه، لاريونونه او پرلتونه وشول خو د پاکستان مرکزي رسنيو خاص پوښښ ورنکړ ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان مرکزي رسنيو د روانو چارو پروګرامونو کوربنو منلې ده چې په پروګرامونو او خپرونو کې يې د خيبرپښتونخوا او بلوچستان پښتون مېشتو سيمو په ناامنیو او په دې اړه ولسي پاڅونونو باندې بحثونه نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په خيبرپښتونخوا کې په وروستيو ۵ مياشتو کې د وسله والو لخوا په بريدونو کې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ سياستوال، قبايلي مشران او ځوانان وژل شوي او د صوبې د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار وايي چې د صوبايي اسمبلۍ د غړو په ګډون شتمنو کسانو ته د وسله والو لخوا د باج لپاره ټېلېفونونه کېږي. د اسمبلۍ ځينې غړي وايي چې د مرګ دړکې هم ورکړل شوې دي.

ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه نېټه خپلو جنګياليو ته په پاکستان کې د حملو امر کړی وو.

د پاکستان د "هم نیوز" ټېلېويژن چېنل مشر او د روانو چارو پروګرام کوربه محمد مالک د ډېسېمپر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په خبرونو او پروګرامونو کې پښتون مېشتو سيمو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ځکه پوښښ يا ځای نه ورکول کېږي چې په ملک کې روان سياسي بحران ،سېلابونه او اقتصادي ستونزې د دوی د خپرونو مهم موضوعات جوړيږي.

هغه زیاته کړه: "لومړۍ دا خبره کېده چې ښايي عمران خان پرلت ووهي او لوی ښارونه وتړي، بیا دا خبرې پیل شوې چې د پوځ نوی مشر به څوک جوړېږي؟ چې کله دا هرڅه وشول نو بيا د صوبايي اسمبليو د ماتولو خبرې شروع شوې نو دا هغه موضوعات دي چې د پاکستان د پښتون ميشتو سيمو د امنيت پر موضوع غالب شوې دي. البته د امنيت پر موضوع زيات تمرکز پکار وو."

محمدمالک زیاته کړه چې د پښتون مېشتو سيمو پر ناامنۍ له دې کبله هم په مرکزي رسنيو کې بحثونه نه کيږي چې تر ډېره وخته د ناامنۍ منظر نامه واضحه نه وه او د ده په خبره صوبايي او مرکزي حکومتونه هم په دې اړه همنظره نه دي.

بلخوا د "ډان" ټېلېويژن د روانو چارو پروګرام کوربه عادل شازېب بيا وايي، خبريالان د پاکستان په پښتون مېشتو سيمو کې د امنيت پر موضوع له دې کبله خبرې نه کوي چې بيا د هغوی خپل ژوند له خطر سره مخ کېږي.

نوموړي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې اوس هم ځينو خبريالانو ته دړکې ورکړل شوې دي: "په اسلام اباد کې ناست خبريالان په خيبرپښتونخوا کې له روانې ناامنۍ خبر نه دي يا ځان خبرول نه غواړي او چې کوم ځای خبريالان دي نو د هغوی مجبوري ده چې په ملاکنډ ډوېژن او قبايلي سيمو کې د ناامنۍ د روانو پېښو رپورټنګ وکړي خو دوی ته هم د وسلوالو لخوا دړکې ورکړل شوې دي."

د "نيوز ون" ټي وي چېنل د روانو چارو د يوې خپرونې کوربنه غريده فاروقي بيا وايي چې پاکستاني رياست له ډېر وخت راهيسې بلوچستان او د خيبرپښتونخوا قبايلي سيمې له پامه غورځولي او د دې په خبره هم دغه وجه ده چې په مرکزي رسنيو کې د دې سيمو خبرونه د بحثونو موضوع نه جوړېږي.

نوموړې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته په دې اړه د وضاحت له ورکولو ډډه وکړه چې دغه سيمې ولې رياست له پامه غورځولي خو زياته يې کړه چې دا تګلاره په خلکو کې د رياست خلاف نفرت زياتوي: "د دې غټ اثر موږ په داسې شکل کې ګورو چې په پښتون مېشتو سيمو کې د رياست د پاليسيو خلاف يو پياوړی غږ راپورته کېږي او د محرومۍ احساس زياتېږي. نو چې کله پښتانه ځوانان دا ګوري چې په پارلمان او رسنيو کې د دوی غږ نشته نو بيا به دوی غيرجمهوري لارې خپلوي او په بلوچستان کې موږ دا وکتل."

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد سيد عرفان اشرف بيا پر دې اند دی چې پاکستاني رسنۍ د پوځي اسټېبليشمېنټ په "کنټرول" کې دي او د ده په خبره، اسټېبليشمېنټ نه غواړي چې په مرکزي رسنيو کې د امنيت پر موضوع په بحثونو سره په خيبرپښتونخوا کې د دوی د ترهګرۍ له مينځه وړو ناکامه پاليسي ولس ته په ډاګه شي: "د نورو ادارو په څير رسنۍ هم د پوځ په کنټرول کې دي. کومې رسنۍ چې د دوی له پاليسيو سرغړونه کوي نو د هغوی لايسنسونه منسوخېږي، کمرشلې (اعلانات) نه ورکول کېږي، خپرونې يې بندېږي او مشران يې نيول کېږي."

د پاکستان پوځ په وار وار ويلي چې د وسلوالو پرضد يې تګلاره بریالۍ ده او هغوی ته يې په پوځي عملیاتو کې ماتې ورکړې ده. دوی دا تورونه هم رد کړي چې ګواکې رسنۍ کنټرولوي يا د خپلې خوښې پوښښ ورباندې تپي.

XS
SM
MD
LG