د تیرا پېښه: د حکومت او مشرانو ترمینځ جرګه ناکامه، خلک وايي احتجاج به کوي
د باړه سیاسي جرګې او حکومت ترمینځ جرګه په ناکامۍ پای ته ورسېده. دا جرګه د سېپټېمبر پر ۲۳مه د باړې تحصیل په ودانۍ کې وشوه. په جرګه کې د باړې سیاسي اتحاد له غاړې هاشم خان اپرېدي، شېرېن اپرېدي، شاه فیصل اپرېدي، د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالغني، د قامي اسمبلي غړي اقبال اپرېدي او نورو برخه واخیسته او د حکومت له غاړې پکې د قانون صوبايي وزیر افتاب عالم، د وزیراعلا ځانګړي مرستیال ارباب عاصم خان او د پېښور ډویژن کمېشنر ریاض مسود ګډون وکړ. په دې موقع د جرګې مشرانو غوښتنه کوله چې حکومت او پوځ دې خپله غلطي ومني چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه یې د تیرا په شډله کې بېګنا ۲۲ کسان په بمبارۍ کې وژلي دي. د حکومت دریځ بیا دا وو چې د باړې او تیرا خلک دې په پېښور کې احتجاج نه کوي او په باړه کې دې هم خپل احتجاج وځنډوي. له جرګې وروسته حکومتي استازي واپس پېښور ته او د جرګې مشران په باړه کې لګول شوي احتجاجي کیمپ ته ولاړل او هلته یې اعلان وکړ چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه به خپل احتجاج پېښور ته لېږدوي. د پاکستان پوځ ویلي په تیرا کې بمباري هغوی نه ده کړې او په شډله کلي کې پر وسلوالو خپل بارود چاودېدلي دي. نور حال د مشال راډیو د خبریال فرهاد شینواري په راپور کې.