شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د صوبې د سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس په دفتر کې یوه غونډه وکړه چې پکې یې پر دغه مسله خبرې وکړې.
د اپرېل پر ۲۱مه د قامي او صوبایي اسمبلیو د ۲۱ څوکیو ډکولو لپاره رایې اچونه وشوه. په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په یوه حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.
په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له وجې د مړو شمېر ۳۲ ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي بارانونو ۴۲ کسان ژوبل کړي هم دي. په وژل شویو کې ۱۵ماشومان هم شامل دي.
د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه په خیبر، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، ملاکنډ، مانسهره، مومندو، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوښار، بونېر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزیو، کواټ او ډېره اسماعیل خان کې اوښتي دي.
هلته د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي، د بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې سېلابونه راغلي دي چې له وجې یې د خوړ پر غاړه د خلکو ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی. د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.
د اپرېل پر څلورمه په وړاندې شوي بل موخه دا ده چې د حکومت د ټولو څانګو په شراکت د داسې یووالي هڅونه وکړي او پاکستان د ګندهارا سیلګرۍ په نړیوال مرکز بدل کړي.
د طبعي ناورینونو د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د مارچ پر ۳۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې بارانونو۲۷ کورونو ته زیان رسولی دی. د بیان له مخې په وژل شویو کې اته ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.
د ادارې په بیان کې راغلي دي چې په بېلا بېلو سیمو کې د چتونو او دیوالونو د راپریوتو په پېښو کې خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوړیدلي دي او دغلته د خلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې روانې دي.
د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.
د های کورټ د قاضي اشتیاق ابراهیم او شکیل احمد دوه کسیزه جرګګۍ دا امر د مارچ پر شپږمه د سني اتحاد کونسل یا شورا، چې په اسمبلیو کې یې زیاتره غړي د تحریک انصاف پلویان دي، د درخواست اورېدنې پر مهال وکړ او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.
اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د انتخاباتي درغلیو پرضد احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) تور پورې کړ چې په جمهوري نظام، پارلېماني او سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي.
ګنډه پور د فبرورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ په سپیکر هاوس یا کور کې خبریالانو ته وویل، پر دې موضوع یې هڅو ته دوام ورکړی دی چې د هغه ګوند د "ښځو او لږکیو مخصوصې څوکۍ ضایع نه شي."
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
اې اېن پي د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."
د انتخاباتو د کمېشن د غیر حتمي نتیجو له مخې، د صوبې درو پخوانیو اعلا وزیرانو محمود خان، پروېز خټک او امیر حیدر خان هوتي او د کورنیو چارو پخواني وفاقي وزیر افتاب احمد خان شېرپاو ماتې خوړلې ده.
د چارسدې اوسېدونکي له کاندیدانو روزګار، بجلي او امن غواړي
د پېښور پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د ګل بېلې په کوچیانو کلي کې پر پولیس سرتېري کامران تاج ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
په پېښور کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر امین خټک مشال راډیو ته وویل چې سږ کال زرګونه ماشومان د نمونیا ښکار شوي دي. ډاکټران وایي، له نمونیا څخه د ماشومانو ژغورنې لپاره باید هغوی تاوده وساتل شي او باید پر ټاکلي وخت د برېښ او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.
په غربي هېوادونو کې په انتخاباتي نظام کې د ټېکنالوژۍ کارولو ډېرې اسانتیاوې پیدا کړې دي، د رایې اچونې عمل یې چټک کړی دی، د ووټونو شمېر یې روڼ کړی او په مرسته یې نتیجې ژر اعلانېږي.
نور وښیئ