د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له اسلام اباد او راولپېنډۍ د افغانانو په ایستلو اندېښنه ښوولې


د پاکستان حکومت تر اوسه ۸۰۰،۰۰۰ افغانان ستانه کړي دي ـ پخوانی انځور.
د پاکستان حکومت تر اوسه ۸۰۰،۰۰۰ افغانان ستانه کړي دي ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو ځل بیا له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر خان اپرېدي د فیبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت له هغو ښارونو څخه افغانانو ته د وتلو لپاره خورا کم وخت ورکړی دی.

هغه وویل"موږ تشویش کوو [ځکه چې] یو خو دا ده چې هغه خلک چې له ډېرې مودې راهیسې دلته اوسي، ظاهره ده دومره ژر نه شي کولای چې له اسلام اباد یا له راولپېنډۍ ولاړ شي ځکه چې دلته یې روزګار دی، دلته یې ماشومان سبق وايي. نو په کار ده چې حکومت ورته یو [مهالوېش] وټاکي. بل داسې خلک دي چې بېرته افغانستان ته نه شي تللای."

یو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړیوال سازمان تر دې مخکې هم د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی وو او ویلي یې ول چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

د پاکستان حکومت د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.

حکومت داراز پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې تر ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG