د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچاخان پوهنتون چارسدې لرې کړل شویو مامورینو مظاهره وکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د باچا خان پوهنتون چارسدې له دندو لرې کړل شویو لسګونو ملازمینو د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی دې بیرته په کار وګومارل شي.

دوی د جولای پر څلورمه د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو د وزیر مینا خان د هغې پرېکړې خلاف خپل غږ پورته کړ چې د یاد پوهنتون ۱۳۹ مامورین یې له نوکرۍ ويستلي دي.

مظاهره کوونکیو په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت هم نیوکې وکړې چې د دوی په وینا پر ځای د دې چې خلکو له نوکرۍ ورکړي، شته ملازمین له کاره لرې کوي.

اقبال خان په نوم یو مظاهره کوونکي مشال راډیو ته وویل، هغه په ۲۰۱۶ز کال کې پر باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید کې ژوبل شوی وو اودا تمه یې نه لرله چې له نوکرۍ به ویستل کېږي. نوموړی وايي: "حکومت راسره وعده کړې وه چې زما نوکري به پخوي خو اوس یې له کاره وویستم. ما دې ادارې له وخت ورکړو، خدمت مې وکړو خو د تحریک انصاف حکومت د هغې دا صله راکړه."

د باچاخان پوهنتون چارسدې یو بل برطرف شوي مامور داود شاه مشال راډیو ته وویل، تر څو چې حکومت خپله پرېکړه واپس نه وي اخېستې، دوی به تر هغې خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي: "دا ظلم شوی دی، دوی دا خلک په کومه پیمانه وباسي؟ دا نفسیاتي زور زیاتی دی او د خلکو له خولې نوړۍ شوکول دي."

خو بل پلو، د پوهنتون رجسټرار ډاکټر اعزاز احمد د جولای پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینا خان په امر پوهنتون دا پرېکړه کړې ده. نوموړی وايي کوم کسان چې لرې کړل شوي، هغه عارضي ملازمین وو او اوس چې پوهنتون په اقتصادي مسایلو کې ګېر دی نو نور یې دا کسان نه شول ساتلی.

خو د باچا خان پوهنتون مامورین وايي عدالت ته به هم ځي، مظاهرې به هم کوي او پرلت به هم وهي او دا کار به ترهغې کوي چې بیرته په کار ګومارل شوي نه وي.

XS
SM
MD
LG