د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۰م تلین: د وژل شوي ماشوم اسفند خان له مور سره مرکه


پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۰م تلین: د وژل شوي ماشوم اسفند خان له مور سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00

نن (د ډېسمبر پر۱۶مه) د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۰ کاله پوره شول. په ۲۰۱۴ز کال کې په هغه برید کې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د برید ذمه واري ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه. وروسته د پاکستان حکومت د پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ کړ، چې په خپل راپور کې یې وویل چې امنیتي ادارې د امنیت په ساتلو کې د پاتې راتګ له وجې شوی وو. حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې یې پر هغه سکول د حملې منصوبه جوړوونکي وژلي دي، خو د وژل شویو زده کوونکو میندې او پلرونه وایي چې لا هم د انصاف په تمه دي. دوی غوښتنه کوي چې هغه کسان دې په ګوته او سزا شي، چې د دوی په وینا، د سکول او زده‌ کوونکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي. د مشال راډیو خبریال شبیر جان په سکول کې د وژل شوي زده کوونکي اسفندیار خان له مور شاهانې سره مرکه کړې. دا چې شاهانه بي بي او د هغې په څېر نورې میندې له کوم تکلیف تېرېږي او له حکومته څه غواړي، په مرکه کې یې واورئ.

XS
SM
MD
LG