د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو اېن اېچ سي ار وايي جاپان په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳ مېلیونه ډالر ورکړي دي


افغان کډوال په نوښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ته د ستنېدو لپاره نومونه ورليکي ـ انځور له ارشيفه
افغان کډوال په نوښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکو ته د ستنېدو لپاره نومونه ورليکي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن ایچ سي ار) ویلي چې د جاپان حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره درې مېلیونه ډالر ورکړي دي.

یو اېن ایچ سي ار د اپرېل پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې دا مرستې به د افغان کډوالو د کاغذي کاروايي، روزنیزو پروګرامونو، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسېدلی او چارواکو تر هغه وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو رياستي وزیر طلال چودري د اپرېل پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل وویل چې د اپرېل له پیل راهیسې ۸۵،۰۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته لېږدول شوي دي، خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښيي.

په تورخم کې چارواکي وايي، اوسمهال زیاتره کډې له پنجاب او سینده روانې دي. افغانان وايي، په هغو صوبو کې یې پولیس نیسي او افغانستان ته یې لېږدوي.

افغانان وايي چې په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي. تر دې مخکې هم له هغو صوبو ایستل شویو افغانانو د چارواکو د ناسمې رویې شکایت کړی وو.

کراچۍ مېشتي افغانان وايي مجبور دي چې کاروبارونه پرېږدې او هېواد ته ولاړ شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۹مه په کابل کې د پاکستان له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره د پلاويو پر کچ د ليدنې پر مهال په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ليکي چې ډار متقي ته باور ورکړ چې له افغان کډوالو سره به "ناوړه" چلند نه کېږي او د پاکستان امنيتي ادارې به د هغوی د جايدادونو او پانګو په برخه کې د هر ډول "خپلسري" عمل مخه نيسي.

د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.

اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.

XS
SM
MD
LG