د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره (پي ای سي اېس) په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې په نومبر میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ده چې نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه. په دې میاشت کې ټول ۲۴۵ کسان وژل شوي، چې په کې ۵۰ عام وګړي، ۱۲۷ وسلوال او ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي.
پخوانی پوځي افسر بریګډییر محمود شاه وايي چې د حکومت کمزوري او د امنیتي ستونزو په اړه د جدي اقداماتو نشتوالی د دې پېښو د زیاتېدو لوی لامل دی. هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید دې مسئلې ته په سمه توګه پام وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پیاوړي کولو لپاره د یو میلیارد روپیو ځانګړي کولو اعلان وکړ، هغه وویل: "موږ د داسې دښمن سره مخ یو چې پرمختللې وسلې او وسایل لري. موږ باید د دې لپاره ښه تیاری ولرو."
د دې ترڅنګ، وزیر اعظم شهباز شریف هم د ملي دفاع پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې له بده مرغه، ترهګري یو ځل بیا راپورته کېږي او موږ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خونړیو پېښو شاهدان یو.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان وسلوال ځواکونه په زړورتیا سره د دې ګواښونو پر وړاندې جګړه کوي، خو هېواد په دې جګړه کې ۱۳۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی دی.
راپور کې دا هم راغلي چې بلوچستان د خیبر پښتونخوا نه وروسته دویمه ډېره ځپل شوې سیمه ده. شنونکي خبرداری ورکوي چې که امنیتي تګلارې سمې نه شي، نو د ترهګرۍ پېښې لا زیاتېدای شي.