شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د معدې، پوستکي، سترګو او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.
د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري ادارو کارکوونکو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده. احتجاجیانو د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، له صوبايي حکومته د وفاقي ادارو د کارکوونکو په څېر مراعات غواړي. صوبايي حکومت لا د ناستې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۰، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ مسلې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربولي.
مظاهره کوونکیو په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت هم نیوکې وکړې چې د دوی په وینا پر ځای د دې چې خلکو له نوکرۍ ورکړي، شته ملازمین له کاره لرې کوي.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو نه حکومتي مامورین د جون پر ۲۵مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته راټول وو، دوی لارې بندې کړې وې او شعارونه یې ورکول.
۵۳ کلن جان محمد جاني د پړانګ سپرخېلو سره تعلق لري، له پېښور سره نږدې په سردریاب سیمه کې خواري مزدوري کوي او د شعر شوق ورسره مل دی.
په پېښور او ورڅېرمه نورو سیمو کې د اختر په درشل کې خلک وايي، د قربانۍ څاروي ډېر ګران شوي دي. دوی وايي، اوس یې دومره وس نه کېږي چې ځان له ځان له څاروی واخلي
د پاکستان پارلېمان د ۲۰۲۵ز کال د مې پر ۱۹مه د یو بېل (قانوي مسودې) په منظورولو سره دا شرط ټاکلی وو چې د نکاح پر مهال باید د هلک او نجلۍ عمر لږ تر لږه ۱۸ کلونو ته رسېدلی وي. د بشري حقونو د شنونکو او د پارلېمان د غړو په وینا دا بېل په دې موخه منظور شوی چې د کم عمرۍ د ودونو مخنیوی وشي.
یو اېن ایچ سي ار د اپرېل پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې دا مرستې به د افغان کډوالو د کاغذي کاروايي، روزنیزو پروګرامونو، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو لپاره کارول کېږي.
خیبر پښتونخوا کې د هلکانو او جینکو د سپورټس میله دوام لري. په دې لوبو کې۳۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي، چې پکې له ۱۰۰۰ زیاتې جینکۍ هم شاملې دي. په سیالیو کې برخه اخیستونکي جینکۍ وايي، که ورته دا ډول موقع ورکړل شي، نو د کور کارونو او زده کړو ترڅنګ په لوبو کې هم نوم جوړولی شي. ویډیویي رپورټ
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبر دی چې له مخې یې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانان نیول کېږي، د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي او بیا به یې افغانستان ته ستنوي.
ايمل ولي خان د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، تر څو چې د پاکستان ریاست په اخلاص د وسلوالو د ختمولو پرېکړه نه وي کړې، تر هغه به د پښتنو په سیمو کې امن رانشي.
وزيراعظم په ډاگه كړه چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسلوال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
سیتار او منګی چې د پښتنو د حجرو ښکلا ګڼل کېږي، په وروستیو کې یې دود لږ کم شوی دی. خو لا هم داسې خلک شته چې سیتار غږوي او مینه ورسره لري. د چارسدې زین الله جان استاد د تېرو ۴۶ کلونو راهیسې سیتار غږوي.
د غونډې ګډونوالې کشماله شاه مشال راډیو ته وویل چې له تعلیمي نصاب څخه دې هغه مواد ليرې کړل شي چې کرکه او تندروي خپروي. هغې وویل د دې پر ځای باید داسې مواد په نصاب کې شامل کړل شي چې زغم او همغږۍ ته وده ورکړي.
نن (د ډېسمبر پر۱۶ مه) د پېښور په آرمي پبلک سکول د برید ۱۰ کاله پوره شول. په ۲۰۱۴ ز کال کې په هغه سکول په برید کې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کونکي ول. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
نور وښیئ