له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدو د پېښور ګوړې منډیۍ کاروبار زښت خراب کړی دی
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ درېدو او لارو بندېدو له وجې د پېښور په ګوړې منډیۍ کې کاروبار زښت خراب شوی دی. سوداګر وايي، له دې سره د ګوړې بیه هم ټیټه شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې لسګونه زره خلک د ګوړې له کاروبار سره تړلي دي. د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې. څو ورځې وروسته اسلام اباد د تورخم له لارې د افغان کډوالو پاکستان ته لېږد بحاله کړ، خو سوداګري او په قانوني اسنادو د مساپرو تګ راتګ لا هم درېدلی دی. ویډیويي رپورټ.